لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي ولې په چين کې د ویغور مسلمانانو سره په روان زياتي غلی دی؟


واشنګټن ـــ د چين له خوا په سينکيانګ صوبه کې د ويغور مسلمانانو سره په روان تشدد د نړۍ اکثره هېوادونه نيوکې کوي خو څېړونکي وايي د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو په خاطر ترکي په دغه تشدد سترګې پټې کړې دي، هر څه که د ويغور مسلمانانو کلتوري، ژبني او مذهبي اقدار هم د ترکي د مسلمانانو سره شريک دي.

د واشنګټن د کېټو انسټيټيوټ څيړونکی مصطفی اکيول وايي:

"ترکي يو داسې هېواد دی چې پکار وه د ويغور مسلمانانو سره په روان تشدد يې د هر چا نه زيات ټکونه کولی او داسې يې تر 2010م کال پورې کول هم، ځکه چې دوی د ويغور مسلمانانو سره کلتوري او تاريخي تړون لري".

ښاغلی مصطفی وايي د صدر اردغان په مشرۍ ترکي د 2003م کال راهیسې ځان په نړۍ کې د ځپل شوو مسلمانانو تر ټولو لوی ملاتړی ګڼي، په خصوصي ډول د برما د روهينګيا مسلمانانو، د کشمير او د فلسطين د مسلمانانو، خو د ويغور په مسلمانانو بېخي چوپه خوله دی. ښاغلی مطفی وايي:

"زما په فکر د دې خاموشۍ په شا د ترکي هغه مفکوره ده چې د غربي نړۍ په ضد ده او غواړي چې د چين او روس سره دوستي زياته کړي":

نوموړي ويلي په ترکي کې چين پلوه لابي هم ډېره پیاوړې ده چې د ترکي چارواکي په دې قانع کوي چې د امريکا استخباراتي اداره CIA د چين په ضد د ويغور مسلمانانو په اړه دروغ وايي.

څېړونکي وايي د ويغور مسلمانانو سره د تشدد په سر د نړۍ د نيوکو باوجود ترکي د 2017م کال راهیسې په چين سترګې پټې کړې دي.

د ترکي خارجه وزير ميولټ کاوسوغلو د ميونخ امنيتي غونډې په څنډه کې د چين د خارجه وزير وانګ اي سره د خبرو په وخت ويلي وو، نړۍ د چين په ضد پروپېګنډه کوي خو وایي دوی به ورسره ملګرتيا نه کوي او زياته کړې يې وه چې دوي به د چين د يووالي ملاتړ کوي او د ويغور مسلمانانو د پوره حقونو ملاتړ کوي. نوموړی وايي:

"مونږ د چين په ضد څه قسمه ترهګري نه غواړو ځکه چې ترهګرۍ مونږ هم ډېر ځپلي يو او ترهګر ويغور هم کېدلی شي، د بدمت يا عيسايي يا هان چينايي ډلې غړي هم کېدی شي، خو دا به سمه نه وي چې ټول ويغور دې ترهګر وبلل شي".

څېړونکي وايي ترکي د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر د چين په ضد د ويغور مسلمانانو کشاله نه اوچتوي، ځکه چې ترکي د چين سره په 2010م کال کې اته لوظنامې لاسليک کړي چې ترمخه به يې د چين سره د کال په سر تجارت د 50 اربه ډالرو نه 100 اربه ته ورسېږي.

په چين تور دی چې د 2017م کال راهیسې يې 18 لکه ويغور، ترک او کاذک په حراستي کېمپونو کې بند کړي دي خو چين دغه تورونه ردوي او وايي دغه تربيتي کېمپونه دي چې ويغور مسلمانانو ته پکې تعليم ورکول کېږي.

رپوټونه وايي په نړۍ کې 12 ميلينه ويغور دي چې اکثريت يې مسلمانان دي او د چين په سینکيانګ صوبه کې ژوند کوي او دوی پخپله دغې سيمې ته مشرقي ترکستان وايي او په چين تور لګوي چې دوی په دغه سيمه کې د ويغورو اکثريت ختمول غواړي او دغلته د چين هان ټولنه ابادول غواړي خو چين دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG