لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او طالبان: د فرورۍ په 29مه د سولې لاسلیکوو او نن شپه د تشدد کموالی پیلېږي


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې نن شپه په افغانستان کې په تشدد کې د کموالي په اړه اووه ورځنی تړون عملي کېږي، امریکې او طالبانو دواړو په جلا جلا بیانونو کې منلې چې د افغان سولې تړون به د نړیوالو څارونکو په موجودیت کې د فرورۍ په 29مه لاسلیک کېږي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د تړون تر لاسلیک کېدو مخکې به دواړه لوري د بندیانو د خلاسون، د بین الافغاني مذاکراتو او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره برابروي:

"د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ له اوږدو مذاکراتو وروسته دواړو لوریو موافقه وکړه چې د 2020م کال د فبروري میاشتې په 29مه نېټه به نهایي شوې [وروستۍ] توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو تر منځ لاسلیک شي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي، په تشدد کې د کموالي راوستلو په اړه له طالبانو سره اووه ورځنی تړون به نن شپه پیلېږي، چې له دې سره به د فرورۍ په پای کې د سولې د تړون لاسلیک کېدو ته د ورځو شمېر پیل شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو هم نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د سولې تړون به بین الافغاني خبرو او په افغانستان کې د لسیزو جګړې بشپړې جنګ بندۍ ته لاره هواره کړي:

"د لسیزو تر جګړې وروسته موږ له طالبانو سره پر دې متفق شو چې په افغانستان کې به په تشدد کې د پام وړ کموالی راولي، دا د سولې پر لور یو ډېر مهم ګام دی او زه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چې له دې موقعې ګټه واخلي".

د امریکې او طالبانو تر منځ دا تړون تاریخي ګڼل کېږي چې له مخې به یې د بندیانو د تبادلې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ هیڅ لوري ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکاروي.

د طالبانو د یوه مشر په وینا د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې د تړون تر لاسلیک سمدستي وروسته به امریکا او افغان حکومت 5000 طالب بندیان خوشي کوي او په جواب کې به یې طالبان هم هغه تقریباً 1000 بندیان خوشي کوي چې له ځان سره یې ساتلي دي.

په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د سولې د تړون په بنیاد به د مارچ پر 10مه به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو امریکې او افغان حکومت لا د سولې د تړون تفصیل نه دی خپور کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG