لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ايران پر پوله د کورونا وایرس د مخنیوي ګامونه او ایران ته د شیعه زيارت کوونکو پر تګ بندیز


کوټه ــــ په ایران کې د کورونا وایرس له کبله د شپږو تنو د مړینې تر رپوټ وروسته پاکستان له ایران سره پر پوله د طبي معایناتو بیړني حفاظتي ګامونه اخیستي او ایران ته یې له بلوچستان د شیعه زیارت کوونکو تنګ بند کړی دی.

د بلوچستان ايالت د داخله چارو د محکمې له لوري په خپره شوې حکمنامه کې ټولو ذمه واره محکمو ته امر شوی چې ايران ته تلونکي شيعه زيارت کوونکي دې ايران ته د تللو لپاره نه پريږدي، خو دا نه دي ليکل شوي چې دغه بندیز به تر کومه وخته وي.

په دې حکمنامه کې ليکل شوي چې له هوايي او مځکنیو لارو پر تلونکو ټولو زيارت کوونکو بنديز دی او ویل شوي د پاکستان له نورو ايالتونو سره دې هم تماس ونيول شي چې ايران ته د تللو په غرض دې څوک بلوچستان ايالت ته نه پرېږدي.

د بلوچستان په تفتان سيمه کې له مېشتو ځواکونو او ټولو ذمه واره ادارو غوښتل شوي چې له ايرانه پاکستان ته داخلېدونکی هر کس دې معاينه کيږي او د هر کس مکمل تفصيل او پته دې ثبت کېږي.

له بلې خوا په ایران کې د کورونا وایرس له خپرېدو پس د بلوچستان حکومت په سرحدي ضلو کې بيړنی طبي حالت اعلان کړی او له ايران سره پر پوله په تفتام کې د 100 خېمو روغتون لګول شوی دی.

د بلوچستان د ايالتي حکومت د وياند لياقت شاهواني په وينا تکړه ډاکټران او پوره وسايل تفتان ته لېږدول شوي چې د دې وايرس د ور خپرېدو مخه ونيسي.

په دې ترڅ کې د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره تماس نیولی او په ایران کې د کورونا وایرس د خپرېدو په رپوټونو باندې یې بحث ورسرہ کړی.

ښاغلي جام کمال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پخپله د کورونا وایرس د مخنیوي د اقداماتو څارنه کوي او د طبيبانو ځانګړې ډله يې جوړه کړې چې پر تفتان به د ټولو تلونکو راتلونکو د څارنې دندہ تر سرہ کوي.

د حکومت د معلوماتو له مخې د 10 ځانګړو ډاکټرانو یوه ډله د طب په ټولو جدیدو وسایلو سمباله د تحقیق او پلټنو لپاره سرحدي ښار تفتان ته لېږل شوې ده.

د ايران او پاکستان تر منځ شاوخوا نهه سوه کیلوميټره اوږده پوله ده، د ايران له لوري سيستان بلوچستان او د پاکستان له لوري بلوچستان ايالت دی، له دواړو هېوادونو هره ورځ زرګونه زيارت کوونکي او د کار لپاره خلک ځي راځي.


د بلوچستان له لارې شيعه زيارت کوونکي د ايران و قم، مشهد، تهران او نورو سيمو او له هغه ځایه د عراق کربلا ته ځي او هلته شيعه زيارت کوونکي د خپلو مذهبي مشرانو د روضو زيارتونه کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG