لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران،اټلي اؤ‌ جنوبي کوریا کې هم د کرونا وائروسو له امله دمړو شمیره سیوا شوې


دچین د ووهان ښار څخه د کرونا په نوم خورو شوؤ وائروسو ایران،اټلي اؤ جنوبي کوریا هم دخپل اغیز لاندې راوستې ده اؤ د اتوار په ورځ په جنوبي کوریا کې په دې وائروسو دوه نور کسان مړه شوي چې دې سره دغه هیواد کې د کرونا له امله دمړو شوؤ شمیره څلورو ته رسېدلې ده.

د اتوار په ورځ د کرونا وائروسو ۱۲۳ نوې پېښې هم ثبت شوی چې دې سره ددې پېښو ټوله شمیره ۵۵۶ؤ ته رسیدلې ده.

دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د راپور له مخې په چین کې داتوار په ورځ په دې وائروسو ۹۷نور کسان هم مړه شوي اؤ ددې نوؤ مړینو سره په کرونا وائروسو د مړو شوؤ کسانو شمیره ۲۴۴۲ؤ ته رسیدلې ده.

ددې ترڅنګ په چین کې دکرونا وائروسو ۶۴۸نوې پېښې هم ریکارډ کړل شوي دي.

ای ایف پي پخپل راپور کې ویلي چې په ایران اؤ اټلي کې هم د کرونا وائروسو له امله د مړو شوؤ شمیر کې اضافه لیدل شوې چې له دې وروسته دغو هیوادونو کې د کرونا نه ژغورنې دپاره حفاظتي ګامونه سخت کړل شوي دي.

اټلي کې تر اوسه په دې وائروسو څلور اؤ ایران کې پینځه کسان مړه شوي.

ایران په ۱۴ؤ ولایتونو کې دحفاظتي تدابیرو په اساس مکتبونه،کالجونه،پوهنتونونه اؤ کلتوري مرکزونه تړلي اؤ په سینیماګانو اؤ کلتوري پروګرامونو یې بندیز هم لګولی دی.

په ایران کې دکرونا وائروسو په چټکټیا سره دخوریدو دا راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دغه هیواد کې پارلیماني ټاکنو دپاره تیارۍ روانې دي.

همدا راز د اټلي په کاروباري مرکز میلان کې هم شاوخوا پنځوس زره کسان تر کورونو محدود کړل شوي اؤ د دوکانونو اؤ مارکیټونو د تړلو غږ شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG