لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي اؤ ایران په پوله راغلې زلزله کې اووه کسان مړه شوي


دترکي اؤ ایران په سرحدي سیمو کې د5.7 زلزلې له امله اووه کسان مړه شوي اؤ په ترکي کې شاوخوا ۴۳ کلي زیانمن شوي دي.

دنړیوالې خبري شبکې رائټرز د راپور له مخې د زلزلې ژوروالی په زمکه کې پینځه کلو میټره دننه ؤ چې زیات زیانونه یې په ترکي کې اړولي دي.

دترکي خبري ادارې ټي ارټي ورلډ پخلی کړی چې دې زلزلې ترکي کې ۴۳ کلي زیانمن کړي دي.

نړیوالې رسنۍ وایي چې ترکي کې راغلې دې زلزله کې په سمدستي توګه د اوو کسانو د مړینې اؤ پینځوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی شوی دی

دایران دولتي ټي وي هم وایي چې مرستندویه ډلې یې زلزله ځپلو سیمو ته روانې شوي دي خو دغه ادارې نه دي ویلي چې په ایران کې راغلې زلزلې څه رقم زیان اړولی دی که نه؟

په ایران کې دغه زلزله په اذزبائیجان صوبه کې راغلې ده اؤ ایراني ټي‌ وي د یو چارواکي له خولې دمرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.

تیره میاشت هم په ترکي کې یوه زوروره زلزله راغلې وه چې پکې لږ تر لږه ۴۰کسان مړه شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG