لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته هم دکرونا وائروسو د خوریدو ګمان کیږي


دافغانستان د روغتیا دڅانګې چارواکي وایي دایران سره لګیدلي لویدیز ولایت هرات کې د درېوؤ کسانو په هکله ګمان کیږي چې هغوئ په کرونا وائروسو ککړ شوي دي.

دافغانستان د روغتیا دڅانګې یو ویاند وحیدالله مهر د یکشنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلي د هرات په ولایتي روغتون کې دغه درې واړه شکمن ناروغان یوې ځانګړې خونې ته لیږدول شوي دي.

هغه وایي د درېوؤ واړو ناروغانو د وینې نمونې لیبارټرۍ ته لیږل شوي اؤ دهغې دپائیلو راتلو انتظار باسل کیږي خو په دې وخت کې دا ویل به چې ګنې دغه درې واړه ناروغان په کرونا وائروسو ککړ دي له وخته مخکې وي.

تر دې دمخه هرات کې د کرونا د وائروسو په اوازو خوریدو افغان دولت دیو بیړني ګام په توګه ایران سره پخپل هوایي اؤ زمکني تګ،راتګ په عارضي توګه بندیز لګولی اؤ هم یې ایران څخه د هګیو اؤ چرګانو په راوړلو هم قدغن اېښی.

څېړونکي وایي افغانستان ته د کرونا وائروسو خوریدل دیوې سترې فاجعې سوب جوړیدای شي ځکه چې په دغه هیواد کې د څلورو لیسزې راهسې روانې جګړې د روغتیا څانګې ته درانه زیانونه اړوولي اؤ که چرې کرونا دغلته ورسیږي نو جګړې اؤ غربت ځپلو زیاتره افغانانو ته به خپل علاج ګران شي.

بل لوري ته د ایران د صحت چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي په هیواد کې یې د کرونا وائروسو د لاسه د مړو شوو کسانو شمیره اتوؤ ته رسیدلې. دغه شمیره د چین نه بهر په کوم یو هیواد کې تر ټولو لویه شمیره ده.

د صحت نړیوالې ادارې مشر یا ډاېرکټر جنرل ویلي په ایران کې د کرونا وایرس د نوو پېښو په اړه اندیښمن دی د چرته نه چې ایراني وګړو دغه وایرس لبنان او کېنېډا ته هم د ځان سره وړی.

د چین نه بهر په نورو هیوادونو کې د کرونا وایرس نه متاثره شوو کسانو ټوله شمیره ۱۲۰۰ ده او په نورو هیوادونو کې د اتوار د ورځې پورې د ۱۲ نه سیوا تنه مړه شوي. په ایران کې د چارواکو تر مخه د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو شمیره ۶ او په اټلي کې دوه تنه مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG