لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ راز معاملې ته حاضر نه یو


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي سوله دافغانستان د خلکو حیاتي غوښتنه ده، خو موږ حکومتولي او اصلاحات نشو هېرولی.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د ولسي جرګې اداري پلاوي کمېټې رئیسانو سره مشورتي لی لیدنه کې ویلي افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، بلکې دایمي ګټې لري، زموږ ګټې دوامداره دي او تدبیر غواړي

هغه زیاته کړه، اساسي قانون زموږ حدود او صلاحیتونه ټاکلي دي او د ولسي جرګې او لویې جرګې له تائید پرته هیڅ هوکړه لیک د تطبیق وړ نه دی.

په افغانستان کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې په صورت کې ځېنو څېړونکو دافغانستان ددفاعي اؤ امنیتي ځواکونو د راتلونکي په اړه پوښتنې راولاړې کړي چې ایا طالبان به هم ددې ځواکونو په شتون کې حکومتدارۍ ته غاړه کښیږدي که خپل خپل جنګیالي به هم دامنیتي اؤ دفاعي ځواکونو لیکو ته جذب کړي؟

ولسمشر غني واضحه کړه چې مونږ دیو پیاوړي دریځ سره مذاکراتو ته ځو او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ راز معاملې ته حاضر نه یو

هغه وویل موږ باید ګواښونه او فرصتونه تشخیص کړو، خپل ملي دریځ، یووالی او همغږي خوندي او د سولې پر لور هم مهاله خپلې سیمه ییزې اړیکې هم پیاوړې کړو

امریکا اؤ طالبانو ترمنځ قطر کې د دوؤ کلونو له اوږدو خبرو وروسته ټاکل شوې ده څلور ورځې وروسته قطر کې دیوې درنې دستورې په ترڅ کې امریکایي اؤ طالب چارواکي د سولې په تړون لاسلیک کوي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ بي بي سي ته خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې له دې تړون وروسته به امریکا دافغانستان څخه خپل ځواکونه پړاؤ په پړاؤ وباسي اؤ افغانستان خاوره به دامریکا په شمول دهیڅ یو هیواد په ضد نه کارول کیږي.

هغه ویلي چې دسولې دتړون په نتیجه کې به یو نړیوال کانفرنس هم راجوړولی شي چې پکې به دافغانستان داساسي قانون،ادارو اؤ په ځانګړې توګه دامنیتي ادارو په اړوند خبرې اترې اؤ پرېکړې کولی ش

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG