لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پښتین: په شا تګ نه شته د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په لاره کې مرګ او زندان ته هم تیار یو


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر شاوخوا یو میاشتني بند وروسته له را خوشي کېدو سمدستي وروسته پخپله د خپل تحریک هغه نعره وهلې چې وایي د ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځ دی، خو وایي د پښتنو پر خاوره به نور هیڅکله ترهګري ونه مني او نه به چاته اجازه ورکړي چې بیا د پښتنو کورونه ونړوي.

"که څوک بغیر وردي په اوږدو څڼو کې ترهګري راته کوي او که څوک یې په وردي‌ کې په قلم کټ‌ وېښتانو کې راته کوي د پښتنو په خاوره به ترهګري ونه منو".

منظور پښتین له وي او اې ډیوه سره په مرکه کې وویل، د زندان دېوالونه پاخه وو،‌ د بام ګارډر او ټایرن یې چا نه وو پټ کړي، د زندان دننه سامان چا نه شو غلا کولای، خو وایي خاوره یې تر زندان بدتره شوې وه او هر شی یې غلا شوي وو.‌ وایي‌ په زندان کې دننه مځکني ماینونه نه وو خو وایي پر خپله خاوره د مزل کولو په وخت به له ماینونو ډارېده.

منظور پښتین د پاکستان د پوځ له نوم اخیستلو پرته وویل چې دوی صرف د ځان د سهولت لپاره ټولې ادارې قابضې کړې دي او عوام هم قابضول غواړي، خو وایي‌ د دوی پر شا تګ نه شته او د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په لاره کې مرګ او زندان ته هم تیار دي. پښتین د وي او اې ډیوه له خبریال عدنان بېټني‌ سره په تازه مرکه کې وویل:

"د فاټا هغه ځوانان چې چا به ځنې داعش جوړاوه چا به ځنې طالب او چا به ځنې جاسوس جوړاوه، نن پي ټي ایم ټول ځان ته را ټول کړي دي څوک ځنې هیڅ نه شي جوړولای، نن دوی د خپلې خاورې لپاره ولاړ دي، زموږ تحریک به په دغه شان جاري وي زموږ موقف د ریښتیا موقف دی".

په ډېره اسماعیل خان کې خپلو هرکلي ته ورغلیو پلویانو ته په وینا کې منظور پښتین وویل، په پښتونخوا وطن کې په ترهګرۍ کې یونیم لک پښتانه وژل شوي‌ او کورونه یې داسې وران شوي دي چې د زندان دېوالونه ترې پاخه وو.

"ریاست په ما دومره جبر کړی دی چې زما تر کور د جېل دېوالونه ښایسته وو زما کور یې را ړنګ کړی دی، ما ولیدل چې کوم پاخه دېوالونه د ده د جېل جوړ وو، زما د خټو دېوالونه یې ړنګ کړي‌ وو".

منظور پښتین د جنورۍ په 27مه د پېښور پولیسو د هغه په ضد په ډېره اسماعیل خان تاڼه کې د درج شوي ایف ای آر په بنیاد نیولی وو او پر هغه تور لګېدلی چې په ډېره اسماعیل خان کې یې څه موده مخکې په یوه غونډه کې د وینا په مهال د پاکستان د آیین له منلو انکار کړی وو.

منظور پښتین وویل چې تر زندان بهر په زندان کې ډېر خوشاله وو ځکه چې وایي په زندان کې ارام وو او د پښتنو فریادونه او ژړاوې یې نه اورېدل. پښتین تور پورې کړ چې د ریاست له خوا د خلکو د استحصال، جبر، بې روزګارۍ او بدامنۍ او د دوی د وجود نه منلو له کبله د دوی کورونه دومره تباه شوي‌ دي چې جېل هیڅ فرق نه ورته کوي:

"موږ چې دلته را اوچت شوي یو خبره مو کړې او ډېره پرامنه مو کړې ده خو دی خبره هم نه اوري، لکه څنګه تا میران شاه بازار ونړاوه او بلډوزر دې پرې وچلاوه خو له هغه وروسته چې خلک صرف حقوق غواړي ته یې نه پرېږدې".

منظور پښتین د امریکې له خوا پاکستان ته ورکړل شویو هغو 33 اربه ډالرو ته هم اشاره وکړه چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې ورکړې وې او امریکې ویلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ د ځپلو په نامه درواغ ورته ویلي وو.‌ پښتین وویل:

"ستا لاهور بچ دی زما میرانشا نړېدلی دی، زما د ویرستان او باجوړ میندې ژړېدلې دي، زما د میندو خویندو او ماشومانو اوښکې دې د خپل ځان د جوړولو او څربولو لپاره توی کړې دي د 33 اربه ډالرو لپاره".

د پاکستان پوځ او اوسني مرکزي حکومت په وار وار د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای بللې دي او ډاډ یې ورکړی چې د دوی غوښتنې به ومنل شي خو کله د دې تحریک له خوا د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهرې او جلسې شوې دي نو په پولیس تاڼو کې د دوی په ضد مقدمې درج شوې او تور ورباندې لګول شوی چې دوی د ریاستي ادارو او پوځ‌ په ضد خلک را پاروي.

د پاکستان پوځ پر پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور هم پورې کوي چې دوی د هند او افغانستان په لمسون د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د پوځ جګړه درواغجنه ثابتول غواړي او وایي د دې لپاره له هندي او افغان استخباراتي ادارو پیسې اخلي،‌ خو د غورځنګ مشرانو یې نه یواځې دا تورونه رد کړي بلکې د پاکستان له پوځه یې په دې اړه د کره ثبوتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG