لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: د ظاهرالله د غیرعدالتي وژنې په ضد احتجاج، پولیسو ترهګر بللی وو


واشنګټن ـــ د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د پوليسو په مبينه جعلي پوليس مقابله کې د وژل شوي ځوان ظاهرالله د وژنې په ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ او مزدور کسان پارټۍ له خوا احتجاج شوی چې پکې احتجاج کوونکو تور لګولی چې ياد تن د پوليسو د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې د شکور بهرام ډېرۍ سيمې نه درې مياشتې وړاندې نيولی وو.

د تېرې جعمې په شپه د هغه مړی موندل شوی د کوم په اړه چې د سي ټي ډي په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې پينځه ترهه ګر له پوليسو سره په مقابله کې وژل شوي وو.

د وژل شوي ځوان اصل نوم عزیز الله وو،‌ خو په سالار ظاهرالله مشهور وو. احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې او بېنرونه هم را اخیستي وو،‌ چې د ظاهرالله عکسونه ورباندې جوړ وو او د هغه لپاره د انصاف غوښتنې نعرې ورباندې لیکل شوې وې.

په مظاهره کې يو ګډونوال نظيف خان ډيوه ته وويل، چې ظاهرالله د مزدور کسان پارټۍ غړی وو او بې ګناه وژل شوی دی. نظیف خان د پولیسو دعوې ردوي چې وایي هغه ترهګر وو:

"پينځه شپې مخکې يې د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی وو چې لاس پښې يې تړل شوې وې. هغه هیڅ‌ ترهګر نه وو،‌ يو نوم یې لرلو او سالار يې تخلص وو، دا د هغه سره ظلم شوی دی."

د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۱۸م کال لپاره پخپل رپورټ کې ویلي وو،‌ چې له عدالت پرته پېښې زياتره په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوې دي. په عام ولس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شهرت یو سبب په کراچۍ کې په غیرعدالتي توګه د نقیب الله مسید د وژنې په ضد د غږ اوچتول وو.

د ظاهرالله د وژنې په ضد د احتجاج شعارپاڼه.
د ظاهرالله د وژنې په ضد د احتجاج شعارپاڼه.

په دې احتجاج کې شامل يو تن جهانګير خان ويلي، چې د ظاهرالله او نورو څلورو کسانو په وژنه کې ککړو کسانو په ضد دې مقدمه درج شي،‌ بیا دې بې طرفه عدالتي پلټنې وشي او هغوی ته دې سزا ورکړل شي:

"دا کار د پښتنو د دباوولو لپاره کېږي، چې دوی و وېرېږي او څه نه وایي".

د ذکر ده چې د سي ټي ډي په دې مبينه جعلي مقابله کې يو تن عدنان شينواري د خېبر ضلعې سره تعلق درلود د کوم د وژنې په ضد چې د روزانه په بنياد احتجاجي مظاهرې روانې دي.

تر دې مظاهرو وروستو د پوليسو، سي ټي ډي يا حکومت له خوا تر دې دمه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

احتجاج کوونکو وویل که له دوی سره انصاف ونه شو نو د احتجاج لړۍ به دوامداره ساتي.

د رېګي للمې په دغه پېښه کې د پولیسو په ډزو په پینځو وژل شویو کسانو کې یو د خیبر ضلعې اوسېدونکی عدنان شینواری هم وو، چې د وژنې په ضد یې په خیبر کې د روزانه په بنیاد احتجاج روان دی او د هغه په وژنه تورنو پولیس عسکرو ته د سزا غوښتنه کوي.

د عدنان شینواري پلار اسماعیل شینواری د پولیسو تور ردوي او وایي زوی یې درې میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو په وخت پورته کړی وو او له دوی سره بندي وو. هغه وایي که زوی یې څه جرم کړی وو نو عدالت ته دې وړاندې کړل شوی وای، خو وایي اوس چې بې ګناه په غیرعدالتي توګه وژل شوی، پلټنې دې یې وشي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG