لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پوهنتون غونډه: "په ځوانانو کې تنقيدي سوچ پیدا کول د وخت ضرورت دی"


دا طبقاتي نظام چې په معاشره کې مونږ وينو د دې بنيادي وجه هم زمونږ په نصاب کې انتهايي تضادات دي، زمونږ نصاب قابو کړل شوی دی، په هغې کي ماشوم ته محدود ځای ورکړل شوی او هغه په لږ شان ځای کې سوچ کوي او ماشوم تنقيدي او تحقيقي سوچ نه شي کولای

پېښور ــــ څېړونکي وايي د يوې پرامنه او پرمختللې ټولنې جوړولو د پاره ولسي تړون ډېر مهم دی او په دې اړه ځوان کول ته د نوي دور تعليم ورکولو تر څنګ په هغوی کې تنقيدي سوچ پیدا کول د وخت ضرورت دی۔

په پېښور پوهنتون کې د زده کوونکو دپاره د "ولسي تړون" په نوم د جوړې کړل شوې غونډې په مهال د خیبر پښتونخوا د پوليسو پخواني مشر ايډوکېټ اختر علي شاه وینا وه چې د هېواد تر ۶۰ فيصده زياته ابادي د ځوانانو ده او که چېرې ځوان کول کوشش وکړي نو په ټولنه کې د بندیزونو باوجود هم مثبت بدلون راوستی شي:

"قدغن دا دی په سوشل مېډيا به دوی اواز پورته کاوه نو د هغې قابو کولو کوشش کېږي، هغې دپاره قوانين جوړيږي، اوچت يې کړي په چا د غدارۍ دعوه وشي نو په مختلفو طريقو کوشش کېږي چې دوی کې ويره خوف پېدا کړي، خو زه دوی ته دا وايم چې ژوندۍ معاشره هغه وي چې په هغې کې دغه شان آوازونه خپل سياسي، انساني او معاشرتي حقوق حاصلوي"

د بحث دپاره دا غونډه يوې غیرسرکاري څېړنېزې ادارې (سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز) جوړه کړې وه چې پکې د خیبر پښتونخوا د ۳۰ پوهنتونونو نه راغلو هلکانو او جينکو او استادانو ګډون وکړ.

د ولسي تړون په اړه د صوابۍ پوهنتون د سياسياتو څانګې استاد مراد علي وايي چې د ځوان کول په سوچ کې بدلون راوستو دپاره په نصاب کې بدلون راوستل پکار دي ځکه چې وایي‌ موجوده نصاب په زده کوونکو کې تنقيدي سوچ نه شي پیدا کولای:

"دا طبقاتي نظام چې په معاشره کې مونږ وينو د دې بنيادي وجه هم زمونږ په نصاب کې انتهايي تضادات دي، زمونږ نصاب قابو کړل شوی دی، په هغې کي ماشوم ته محدود ځای ورکړل شوی او هغه په لږ شان ځای کې سوچ کوي او ماشوم تنقيدي او تحقيقي سوچ نه شي کولای".

په ټولنه کې د خلکو تر منځ د تړون راوستو په اړه د ملاکنډ پوهنتون د سياسياتو څانګې زده کوونکې الينا ملک ډيوه ته وويل چې د نارينوو تر څنګ زنانوو ته هم د تعليم حاصلولو پوره پوره موقع ورکول پکار دي ځکه چې هغوی د راتلونکي نسل په ښه توګه تربيت کولای شي.

د سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز ايګزيکټيو پروډيوسر شمس مومند وینا وه چې د ولسي تړون په نوم د غونډو تابيا کولو مقصد په ځوانانو کې دا پوهه پیدا کول دي چې څنګه خپلې توانايۍ په سمه توګه د امن او په ټولنه کې د ولسي تړون دپاره وکاروي.

د منتظيمو په وينا په "ولسي تړون" پروګرام کې د صوبې د دېرشو نه سېوا پوهنتونو په مرستې سره د څه کم اته سوه نارينه او زنانه زده کوونکو لپاره په تېرو دوه نيم کالو کې ۲۷ تربيتي غونډې جوړې شوې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG