لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا او طالبانو د سولې د تړون لاسليک کېدو نه دوه ورځې وړاندې عمران خان د قطر سفر کړی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن په يو ورځني سفر قطر ته تللی دی، نوموړی دا سفر په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وروسته په ۲۹م فرورۍ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په د سولې د مذاکراتو په توافقنامه لاسليک کيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، عمران خان به د قطر د امیر شېخ تميم بن حماد الثانۍ سره ويني او ویل شوي د نوموړي د قطر دغه سفر د معمول دوره ده.

ويل شوي د وزیراعظم د سفر مقصد يې دوه اړخيزه اړيکو ته وده ورکول او په سيمه ييزه حالاتو خبرې اترې کول دي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې يې خپله زمه واري پوره کړې او ناممکنه کار يې ممکنه جوړ کړی دی.

نوموړي د عمران خان د قطر د سفر په اړه ويلي، هغه به د قطر د امير سره د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کوي.

هغه ويلي عمران خان به په ۲۹م فرورۍ د افغان سولې په اړه دستوره کې ګډون نه کوي خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په حېث به هغه (شاه محمود قرېشي) په دغه غونډه کې د پاکستان استازيتوب کوي.

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د نتيجو په اړه قرېشي ویلي، پاکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان په منځنو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

خو نوموړي ويلي پاکستان غواړي چې د صدارتي انتخاباتو د نتجو له امله د سولې سفر ونه ځنډيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG