لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ له حکومته په دوو اوونیو کې د احسان الله احسان د تښتېدو په اړه جواب غوښتی


واشنګټن ـــ پېښور هایکورټ د احسان الله احسان په کېس کې حکومت ته امری کړی چې په دوو اوونیو کې دننه خپل جواب جمع کړي چې څنګه دغه تن د امنيتي ادارو د ولکې نه وتښتېدو.

په پېښورهايکورټ کې د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د تحریک د پخواني وياند احسان الله احسان او د ډاکټر شکيل افريدي کېسونه د اوريدنې دپاره مقرر کړی شوي وو خو د شکيل افريدي د کېس اوريدنه د وخت د کمي له وجې ونه شوه.

د احسان الله احسان په کېس کې درخواست کوونکي فضل خان ايډوکېټ- چې خپل زوی یې هم د آرمي پبلک سکول په پېښه کې وژل شوی وو- د نننۍ اورېدنې او د درخواست د نوعيت په اړه وي او اې ډيوه ته وويل:

"عدالت ته خواست کوو د حکومت نه دې پوښتنه وکړي چې واقعي احسان الله احسان تښتېدلی او که دوی فرار کړی دی، که وي نو هم دې عدالت ته راولي سزا دې یې کړي او که ریښتیا تښتېدلی دی نو بيا پکار ده هغه کسان هم عدالت ته راولي او کلکه سزا دې ورکړي چې د چا په ولکه کې وو".

نوموړي زياته کړه چې احسان الله احسان د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې ککړ وو او د هغه د تښتېدو په اړه عدالت د حکومت نه په دوه هفتو کې د جواب غوښتنه کړې. فضل خان ایډوکېټ وایي، احسان الله احسان يو های پروفائل نه لوی ترهګر وو او هغه ټولې دنيا ته معلومه وه:

"د جسټس اکرام لله صاحب او جسټس اعجاز انور صاحب دوه کسيز بېنچ هغه د وفاقي حکومت او صوبايي حکومت په عدالت کې کوم نماینده ګان دي اټارني جنرل او ايډوکېټ جنرل هغوی یې را وغوښتل چې په دې کېس کې تاسو څه وايئ نو د هغوی طرف نه دا وويل شو چې مونږ ته که تاسو اجازت راکړئ مونږ به د خپل حکومت نه تپوس وکړو او دې کې به مونږ خپل کمنټس جمع کړو".

په دې مقدمه کې د وفاقي حکومت استازی سرکاري وکیل عابد حسین انقلابي وايي دوی به له عدالتي حکم سره سم په ټاکلي وخت جواب جمع کړي.

احسان الله احسان د پېښور آرمي پبلک سکول په شمول د ترهګرۍ د ګڼ شمېر بريدونو ذمه داري منلې وه خو بیا وروسته د پاکستان پوځ په 2017م کال کې مطبوعاتو ته وویل چې احسان الله احسان خپل ځان دوی ته سپارلی او د دوی په ولکه کې دی.

بلې خواته د يو کلعدم تنظيم سره د اړيکو ساتلو په تور د سزا شوي ډاکټر شکيل اپريدي د کېس اوريدنه د وخت د کمي له وجې د چيف جسټس وقار احمد سېټ او جسټس ناصر محفوظ په دوه کسيز بينچ کې ونه شوه.

په دغه کېس کې پېشي کوونکي وکیل قمر نديم وي او اې ډيوه ته وويل، يو دوه کېسونه وو هغې ډېر وخت واخيست نو زمونږ نمبر رانغلو، که څه هم په عدالت کې مونږ هم موجود وو، حکومتي وکيلان هم موجود وو. ندیم وایي عدالت لا بله نېټه نه ده ورکړې.

د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امريکې له استخباراتي ادارې سي ای اې سره په مرسته تورن شکيل اپريدي ته په 2012م کال کې د پخوانۍ خیبرايجنسۍ مرستیال پوليټيکل ايجينټ له يو کلعدم تنظيم سره په اړيکو د 33 کالو د قيد سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوه.

ډاکټر شکيل اپريدي دا وخت د پنجاب په ساهيوال ښار کې په يو سخت امنيتي جيل کې قيد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG