واشنګټن ــــ د ایران حکومت اعلان کړی چې د مرګوني کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر به د هېواد په لویو جوماتونو کې سبا د جمعې د ورځې لمونځونه نه کېږي او د مذهبي ځایونو پر زیارت یې هم بندیز لګولی.
په ایران کې له کورونا وایرسه د مړو شوو خلکو شمېر 26 ته رسېدلی چې دا له چینه بهر تر ټولو زیات شمېر دی او تر اوسه د ځینو لوړرتبه ایراني چارواکو په ګډون 245 تنه ترې اغېزمن شوي دي.
د ایران د سرکاري ټیلیویژن د خبر له مخې د پایتخت تهران په ګډون به په هغو لویو ښارونو کې د جمعې لمونځونه نه کېږي چې د کورونا وایرس مثبتې پېښې پکې رپوټ شوې دي.
د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا بیا وایي، چې د ایران حکومت هېواد ته د چینایي وګړو پر ورتګ هم بندیز لګولی دی.
په ایران کې د عامو خلکو تر څنګ د ښځو د حقونو په چارو کې د دې هېواد د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار او د روغتیا مرستیال وزیر ایرج حریرچي او د پارلمان یو غړی هم له کرونا وایرسه اغېزمن شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور سرکاري ټیلیویژن ته په خبرو کې ویلي، چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې په ایران کې د کرونا نوي 106 کېسبونه رپوټ شوي او وایي چې د مړیو شمېر 26 ته رسېدلی دی، خو ځینې رسنیو دا شمېر زیات یادوي.
جهانپور د ایران پر خلکو ږغ کړی چې په هېواد کې دننه له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي او وایي حکومت یې پلان لري چې په هېواد کې د شیعه مسلمانانو د ځینو مذهبي ځایونو پر زیارت هم بندیز ولګوي.
که څه هم له چینه وروسته په ایران کې کورونا وایرس ډېر په تېزۍ مخ په خپرېدو دی خو د ایران ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو ویلي، هیڅ پلان نه لري چې د هېواد کوم ځانګړی ښار یا سیمه کورنټین وساتي کړي.
خو د ایران حکومت سېنماګانې هم بندې کړې او د لنډ وخت لپاره یې پر کلتوري غونډو او کانفرنسونو هم بندیز لګولی دی.