لاس رسیدونکی لینک

 
شام: په هوايي بريدونو کې د ترکي ۲۲ پوځي سرتيري وژل شوي
تازه خبر

شام: په هوايي بريدونو کې د ترکي ۲۲ پوځي سرتيري وژل شوي


د شام په جنوبي صوبه ادليب ښار کې د دمشق په هوايي بريدونو کې د ترکي لږ تر لږه ۲۲ پوځي سرتيري وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

په ادليب کې په روان تاؤ تريخوالي کې د وژل شوؤ ترکي پوځي سرتيرو شمېره ۴۲ ته رسېدلې ده.

په سيمه کې د اوونيو وروسته د انقرې په ملاتړ د ياغيانو او د ماسکو د اتحادي دمشق ترمنځ تاؤ تريخوالی او وژنې رامنځته شوي دي.

ترکي د شام په رژيم غږ کړی چې د ادليب د پوستو څخه ووځي خو ماسکو په انقره تور لګوي چې په شام کې د ترهګرو مرسته کوي.

په ادليب کې د ترکي د پوځي سرتيرو د وژنې وروسته صدر طيب اردګان په انقره کې بېړنۍ غونډه کړې ده.

له دې وړاندې طيب اردګان د شام د بشارالاسد حکومت ته خبرداری ورکړی ؤ که کوم ترکي پوځي سرتيری ووژل شو نو د شام هر ځای په نخښه کولی شي.

د اردګان مشير فرحتين التین ويلي چې د هوايي بریدونو وروسته د ترکي پوځ د شام د حکومت مهم تاسيسات په نخښه کړي خو جزيات يې نه دي شريک کړي.

نوموړي په نړيواله ورورولۍ غږ کړی چې په ادليب کې د تشدد د مخنيوي په لړ کې خپل رول ولوبوي او په شام کې د انسانيت پرضد د ظلم مخه ونيسي.

د ترکي انادولو خبري ادارې ویلي د اردګان ویاند ابراهيم کیلن د امریکا د ملي امنيت د مشاور رابرټ اوبرېن سره تماس نيولی خو نور تفصيل یې نه دی ویلی او نېټو په ادليب کې د تازه عملياتو غندنه کړې او په فریقېنو يې د تاؤ تریخوالي کمولو غږ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG