لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ کې د داعش لسګونه وسله وال افغان حکومت ته تسلیم شوي


د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي د داعش ډلې 39 وسله وال په دغه ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل په تسلیم شویو کسانو کې د داعش ډلې یوتن مشهور قومندان یارخان هم شامل دی.

نوموړي وویل"د داعش تسلیم شوو دې 39 وسله والو په څوکۍ ولسوالۍ کې فعالیت ترسره کولو خو اوس دوی افغان دولت ته تسلیم شوي دي"

د کونړ ځايي اداره وايي په دې ولایت کې د داعش ډله ځپل شوې او نور ددې وړتیا نه لري چې دافغان حکومت پرضد فعالیت ترسره کړي او یاهم په دې ولایت کې د ولسي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

مصمم وايي مهمه خبره داده چې داعش ډله په کونړ کې له ماتیدو سره مخ شوې او د امنیتي ځواکونو د ډیرو سختو پوځي ضربو لاندې راغلې ده او دتسلیمیدو لامل یې همدا پوځي فشارونه دي.

د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي امنیتي ادارې په دې ولایت کې له یو شمیر نورو داعشي وسله والو دډلې مشرانو سره په اړیکه کې دي او ښايي چې په نږدې راتلونکو څو ورځو کې یوشمیر نور وسله وال هم افغان دولت ته تسلیم شي.

دا په ختیز کې افغان دولت ته دداعش د وسله والو دتسلمیدو ړومبۍ پیښه نه ده تر دې وړاندې دافغانستان په ننګرهار ولایت کې تر 900 زیات داعش وسله وال، دهغوی یو شمیر قومندانان سره دښځو ماشومانو تسلیم شوی وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG