لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په پاکستان کې پر مذهبي اقلیتونو تشدد او پر عبادتخانو یې بریدونه کېږي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشره او د چیلي هېواد پخوانۍ ولسمشره میشل بچلې وایي، په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه اوس هم له تشدد سره مخ دي او د عبادت پر ځایونو یې بریدونه کېږي.

مېرمن میشل بچلې دا خبرې په جنېوا کې په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په اړه روانې 43مې غونډې ته کړې دي او ویلي یې دي د پاکستان حکومت په دې کې ناکامه شوی چې د مذهبي لږکیو په ضد کارېدونکي د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون راولي.

مېرمن بچلې د پنجاب په ملتان ښار کې د پوهنتون د استاد جنید حفیظ یادونه کړې، چې وایي په تېره دسمبر میاشت کې مذهب ته د سپکاوي په تور د مرګ سزا ورته اورول شوې او ویلي یې دي چې دغه قانون غلط استعمالېږي:

"د بشري حقونو د نړیوالې ادارې پر سپارښتنو برسېره هم د پاکستان حکومت نه د مذهب د سپکاوي قانون بدل کړ او نه یې د دې قانون ځینې دفعې ختمې کړې چې د مذهبي اقلیتونو په ضد تشدد او د هغوی خپلسره ګرفتاریو او سزا کېدو ته یې لاره هواره کړې ده".

په قومي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ غړي او د واکمن تحریک انصاف ګوند یو مشر سیف الرحمن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د مشرې میشل بچلې تورونه رد کړي او دعوه یې کړې چې مذهبي اقلیتونه په پاکستان کې تر بل هر هېواد په ازادۍ ژوند تېروي:

"د 22 کروړه ابادۍ ملک دی یقیناً له یو و نیم واقعاتو انکار نه کوم خو موږ د ښه والي خواته روان یو او په دې باندې موږ په کمېټۍ او اسمبلۍ کې ورباندې خبرې کوو او همېشه یې د بهترۍ لپاره کار روان دی".

په پاکستان کې د عیسایي لږکیو مشر او استازی جوزف فرانسس هم په جنېوا کې د بشري حقونو په اړه غونډې ته ور بلل شوی دی. ښاغلي جوزف وي او اې ډیوه ته په خبرو کې د مېرمن میشل بچلې د خبرو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې مذهبي اقلیتونو په پاکستان کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي:

"زه به له هغې [میشل بیچلیټ] سره په لیدو کې هم او په لیک کې هم د هغې د خبرو په ملاتړ ورته وایم چې په پاکستان کې له مذهبي اقلیتونو سره څه کېږي، په زوره د اقلیتي ښځو د ودونو او د هغوی د مذهب بدلولو موضوع ډېره مهمه ده او په پاکستان کې د هایکورټ تر قاضیانو پورې د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې له ازادانه فیصلو ورکولو ډډه کوي".

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر په غونډه کې د خبرو په وخت وویل، حکومت یې اراده لري چې د قانونسازۍ له لارې د ماشومانو، ښځو او د مذهبي اقلیتونو حقونه خوندي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG