لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا وایرس: د شیعه زیارت کوونکو په ګډون 370 پاکستانیان له ایرانه بلوچستان ته را اړول شوي


کوټه ــــ پاکستان له شپږو ورځې وروسته د لنډ وخت لپاره له ایران سره خپله ګډه پوله پرانیستې او تر 370 زیات پاکستاني خپل ملک ته ستانه شوي. د چارواکو په وینا په ایران کې بندو سوداګرو، زیارت کوونکو او موټر چلوونکو ته یې اجازه ورکړې چې پاکستان ته راستانه شي

د بيړني حالت خوندي ساتلو ایالتي ادارې چارواکي وايي "شیعه زیارت کوونکي به په تفتان کې په جوړ کورنټین کې ساتل کیږي". د بلوچستان حکومت وایي په ایران کې تر پینځه زرہ زیات پاکستانیان دي چې زیات پکې شیعه زیارت کوونکي دي.

پاکستان د فرورۍ په 22مه له ایران سره خپله پوله په بشپړ ډول د کورونا ویروس د خورېدو له ویرې وتړله، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هر ډول تجارت او تګ راتګ وځنډېد.

د پاکستان او ایران سوداګر، کارګر او د ټرک ډرېوران د پولې د تړلو سره په دواړو خواوو کې تر څو ورځو بند پاته وو. د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني پر خپله ټویټر پاڼه خپرہ کړې ویډیو کې ویلي:

"له ایران سره ګډه پوله په جزوي توګه یواځې د پاکستانیانو د راستنېدو لپاره خلاصوو، خو له پاکستانه هیچاته هم اجازه نه ورکوو چې ایران ته ولاړ شي."

په لومړۍ مرحله کې ھغو پاکستاني اوسېدونکو ته اجازه ورکړل شوې په پوله کې تر طبي څارنې وروسته خپلو کورونو ته لاړ شي، چې په ایران کې له کورونا اغېزمنو سیمو کې یې وخت نه وي تېر کړی.

رپوټونه وایي د طبي څارنې په مهال چې د وایرس په ناروغۍ اخته کېدو نخښې پیدا نه کړي ھغو ته به ھم خپلو کورونو ته د تللو اجازہ ورکوي. د چارواکو په وینا د داسې ټولو راتونکو خلکو بشپړ ریکارډ هم جوړ شوی دی.

له ایرانه راستانه شوي شیعه زیارت کوونکي به په تفتان پاکستان هاوس کې له 10 تر 14 ورځو پورې په کورنټین کې ساتل کیږي. د چارواکو په وینا په پاکستان هاوس کې له تېرې یوې اوونۍ تر 370 زیات شیعه زیارت کوونکي تر څارنه لاندې دي.

د پي ډي ایم اې د چارواکو په ​وینا په دغو 270 کسانو کې تر اوسه د کورونا ویروس نخښې نه دي موندل شوې، چارواکي وایي دوی ته به ھم اجازه ورکړل شي چې په یوه یا دوه ورځو کې کور ته لاړ شي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني نن په کوټه کې رسنیو ته وویل "په تفتان کې د کورنټین ځای دوه زره کسان ځایولای شي. شاهواني وایي حکومت دېرش زرہ ماسکونه اخیستي او زېرمه کړي یې دي، لس زرہ یې تفتان ته رسولي دي.

شاهواني زیاته کړہ چې د بلوچستان حکومت د روغتیا څانګې ته 20 کروړه روپۍ د کرونا د مخنیوي لپارہ ځانګړې کړې دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند وایي" د ایران او افغانستان سره پر پوله د ایالت په لسو ضلعو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی. د ویاند په وینا د ایران تر څنګ د افغانستان او پاکستان پر پوله ھم د چمن، قمردین کارېز او بادیني په سیمو کې چمتووالی نیول شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG