لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دسولې په تاریخي تړون نن ماښام لاسلیکونه کیږي


امریکا اؤ طالبان نن افغانستان کې قابو د دوؤ لسیزو راهسې د روانې اوږدې جګړې پائ ته د رسولو دپاره دسولې په تړون لاسلیکونه کوي.

ټاکل شوې ده دسولې په دې تړون به د پاکستان په وخت ماښام پاؤ کم شپږ بجې د شاوخو ۵۰ؤ هیوادونو په موجودیت کې لاسلیکونه کیږي چې تر هغې وروسته به دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کوي اؤ ددغه تړون په هکله به ځینې مهم جذئیات مخې ته راوړي.

افغان چارواکي د سولې دې تړون ته هیله من دي اؤ افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي سوله ملي پروسه ده چې ټول افغان ولس پرې اجماع لري.

دسولې تړون کې څه دي؟

دسولې دتړون کوم جذئیات چې تر دې مخه د نړیوالو مطبوعاتو د راپورونو په اساس مخې ته راغلي دهغې له مخې دسولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به امریکا افغانستان څخه پړاؤ په پړاؤ دخپلو ځواکونو شمیره کموي اؤ طالبان به دالقاعده په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې د تیرو دوؤ کالو راهسې قطر کې روانې اؤ څو کرته دا خبرې دتلخۍ اؤ ګډوډۍ ښکار شوې هم وې خو په دې وروستیو کې دواړه خواؤ اعلان وکړو چې دسولې په یو غوڅ تړون اتفاق ته رسیدلي دي.

دسولې دتړون دستوره کې دبرخې اخستلو دپاره دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په ګډون دیو شمیر هیوادونو استازي دوحه ته رسیدلي دي اؤ دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وایي چې دسولې تړون به دافغان ولس دپاره د هیلې اؤ رڼا یو څرک وي.

دوحه کې خبریالانو ته شاه محمود قریشي ویلي پاکستان له مخکې په ډاګه کړې چې دافغانستان امن پخپله دافغانانو په لاس کې دی، پاکستان هڅه وکړه چې طالبان اؤ امریکا دسولې خبرو ته کښېنوي خو اوس دا دافغان مشرانو مسولیت دی چې دسولې دا عمل په وړاندې بوځي.

صدر ټرمپ دې تړون ته څنګه کوري؟

تر دې دمخه دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم ویلي وؤ چې افغانستان کې دسولې دتړون سره دیو نوي سباوؤن فرصت افغانانو ته په لاس ورځي اؤ‌افغان اولس باید له دې فرصته ګټه واخلي.

ډانلد ټرمپ پخپل یو بیان کې واضحه کړې وه وه چې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو به دسولې په تړون دلاسلیک دستوره کې طالبانو سره برخه اخلي اؤ ددفاع وزیر مارک ایسپر به دافغان دولت سره یوه ګډه اعلامیه خپروي.

طالبان:دافغانستان له پولې بهر تګلاره نه لرو

همدا شان په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ رسنیو ته ویلي وؤ چې افغانستان کې دتشدد راکمولو په اوونۍ کې کومه ستره پېښه مخې ته نه ده راغلې اؤ دسولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به مونږ نور هم په وړاندې لاړ شو.

هغه ویلي ؤ مونږ دپاکستان په ګډون ټولو ګاونډیو سره ښې اړېکې غواړو اؤ هیچاته به اجازه نه ورکوؤ چې دافغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

هغه په ډاګه کړې وه چې طالبان دافغانستان له پولو بهر کومه تګلاره یا ایجنډا نه لري اؤ دا ټولې خبرې امریکا سره دسولې په تړون کې هم شاملې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG