لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاضعیف:طالبان دسولې تړون کې له"امارت"نه دي تیرشوي،ځکه نو بل حکومت هم نه شي منلی


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال پاکستان کې دطالبانو سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ویلي امریکا سره دسولې تړون دطالبانو ستره بریا ده ځکه چې هغوئ دخپل امارت له دعوې نه دي پشا شوي.

ملاضیعف چې دامهال په دوحه کې موجود دی ، انډیپنډنټ اردو رسنۍ سره یې خبرو کې ویلي طالبانو چې تراوسه امریکا سره څومره خبرې کړي هغه یې د افغانستان د اسلامي امارت تر نامه لاندې کړي اؤ کوم دسولې تړون چې لاسلیکیږي هغه به هم په دې نوم وي.

دملا عبدالسلام ضیعف په وینا “طالبان دخپل امارت څخه نه دي‌ پشا شوي اؤ هرکله چې هغوئ له امارته نه تیریږي نو د بل کوم حکومت وجود نه شي منلی”

خو دملا ضیعف د وینا برعکس په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین روانه اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دسولې په تړون دلاسلیکونو نه وروسته به دیو نړیوال کانفرنس په ترڅ کې دافغانستان دائین اؤ نورو ادارو په هکله په چارو غور،بحث اؤ‌ پرېکړې کولی شي.

تر اوسه طالبانو په غوڅه توګه نه دي ویلي چې که امریکا سره دسولې تړون وکړي نو دافغانستان موجوده حکومت به نه مني ، خو تر دې مهاله طالب مشرانو افغان دولت سره له مذاکراتو ډډه کړې ده

دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ "طالبانو سره چې هر هوکړه لیک لاسلیک کېږي، مشروط دی او له طالبانو سره چې له یوې مرحلې څخه بلې ته ځو، شرطونه لرو"

ولسمشر غني زیاته کړې وه "د ناټو سازمان دفاع وزیرانو په وروستۍ ناسته کې ټینګار وشو چې افغان امنیتي او دفاعي قواوې هیڅکله نه هېروي او د دوی بشپړ ملاتړ لري"

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه ویلي چې دسولې دا تړون د طالبان په سوچ کې دبدلون نه بلکې دامریکا په سوچ کې دبدلون له امله شونې شوې ده.

هغه وویل دکال ۲۰۰۸م راهسې امریکا اؤ نړۍ په دې پوهیدلې وه چې افغانستان څوک په طاقت نه شي زیر کولی بلکې ددغه شخړې دهواري دپاره یو سیاسي عمل ته اړتیا ده

هغه ویلي چې دسولې په تړون کې طالبانو دپاره کوم سخت شرطونه نشته اؤ طالبان هم نه غواړي چې افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دخپل منځي جګړو تجربه بیا تکرار شي.

هغه وویل طالبان غواړي چې افغانستان کې له جګړې وروسته باید سیاسي عمل پیل شي اؤ‌دا په سوله اؤ‌ اتفاق کیدای شي .

هغه وویل که دافغانستان خاوره د کوم ګاوندي یا بل کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي نو دا د افغانانو په ګټه ده

دیوې پوښتنې ځواب کې ملا ضیعف ویلي چې امریکا په طالبانو دخپلو ځینو غوښتنو دمنلو هڅه کړې وه خو طالبانو نه ده منلې اؤ امریکا دې ته اماده شوې ده چې هغوئ به په ۱۴ؤ میاشتو کې افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

خو افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له وړاندې څخه ویلي چې افغانستان څخه دامریکایي پوځیانو وتل به شرائطو ته په کتلو وي .

البته امریکایي چارواکو دا منلې چې دسولې دتړون نه وروسته به پړاؤ په پړاؤ افغانستا څخه خپل خواکونه وباسي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG