لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردغان: که یورپ ژمنې پوره نه کړي شامي کډوال به یورپ ته ور خوشي کړو


واشنګټن ــــ د ترکي صدر رجب طيبب اردغان په روس غږ کړی د شام نه دې لاس واخلي او صدر بشار الاسد دې دوی ته پرېږدي چې ورسره يې معلومه کړي.

نوموړي د خالي- شنبې په ورځ خپلو پلويانو ته د وېنا په وخت وویل ترکي شام ته د صدر بشارالاسد په خوښه نه، د شامي وګړو په خوښه ورننوتی و. نوموړي ويلي د خپلو 34 پوځيانو په وژنه يې شام ته سخت ګزار ورکړی.

اردغان وایي، "د ترکي پوځونو د شام 2000 عسکر وژلي او د هغوی 300 پوځي ګاډي يې هم تباه کړي، د دې ترڅنګ يوه د کېميايي وسلو فېکټري يې هم په بمونو الوزولې ده.

د شام سرکاري خبري ایجنسۍ د ترکي د صدر دغه دعوې رد کړي دي او ويلي یې دي که ترکي د کيمیايي وسلو فېکټري رېښتيا تباه کړې وای نو د زهرجن ګېسونو د لاسه به په ا ليپو ښار کې په ميلینونو خلک مړه شوی وای.

په برتانيه کې د شام لپاره د بشري حقونو څېړونکی رامي عبدالرحمان وایي د ترکي له خوا په تېرو 24 ساعتو کې د حملو په وخت د شام 48 پوځيان وژل شوي او دغسې عربي ميډيا وايي د ترکي له خوا په يو ډرون بريد کې هم د حزب الله ډلې اته وسله وال وژل شوي دي.

د شام له خوا په ادليب کې د وژل شوو ترکي عسکرو په جنازه کې ګن شمېر خلکو ګډون وکړو چې پکې پخپله صدر اردغان هم شامل وو، نوموړي تر دغو جنازو وروسته ولس ته وویل ترکي د پخوا په څېر اوس هم په شام، لېبيا او يو شمېر نورو سيمو کې جنګيږي او دغسې نور ډېر پوځيان به يې هم وژل کېږي.
بلخوا په په ترکي کې په زرګونو پناهګزين چې د خالي- شنبې په ورځ يې يونان ته د اوښتلو هڅه کوله، د يونان امنيتي عسکرو پرې اوښکې بهيوونکي ګېسونه ور ويشتلي دي.

د ترکي صدر اردغان ګواښ کړی که يورپ ورسره د پناهګزينو په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړې نو دوی به پناه ګزينو ته يورپ ته د ننوتلو لپاره خپلې دروازې پرانيزي.

صدر اردغان ويلي د خالي- شنبې په ورځ 18000 پناهګزين يونان ته اوښتي او دغه شمېره د 25000 نه 30000 نه لوړېدلای شي.

نوموړي په جرمني غږ کړی که د دغو پناهګزينو ودرول غواړي نو ترکي ته د تړون سره سمې پېسې دې ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د شام سفير بشار الجعفري د جمې په ورځ امنيتي شورا ته ويلي ترکي د سوچي او آستانه د لوظنامو نه سرغړونه کړې چې ترمخه به يې ترکي د ياغي وسله والو مخنيوی کوو بلکه ترکي په ادليب کې خپل د څارونکو پوسټونه په جنګي مرکزونو بدل کړي چې د شام او روس د عسکرو په ضد يې کاروي.

د شام په ادليب سيمه کې د روانې جګړې د ختمون لپاره د ترکي او روس پوځي چارواکو تر منځ روانې خبرې ناکامه شوې دي او د ترکي خارجه وزیر ميولټ کاواسوغلو د خالي- شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي د ترکي صدر طيب اردغان به د مارچ په پينځمه نېټه د روس د صدر ولاديمير پیوټن سره ليدل کتل کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG