لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کرونا وايرس نه لمړۍ ښځه مړه شوې

په امريکا کې کرونا وايرس وهلې لمړۍ ناروغه ښځه مړه شوې او صدر ډانلډ ټرمپ په سياستوالو او رسنیو غږ کړی چې د ويرې هيڅ خبره نشته.

صدر ټرمپ ویلي که حالات هر څنګه وي دوی ورته تيار دي.

په امریکا کې د کرونا څخه د لمړۍ مړينې وروسته امریکا په ايران سفري بندېز اعلان کړی او ترڅنګ يې د اټلي او جنوبي کوریا د ځینې برخو د سفر په اړوند خبرداری هم ورکړی دی.

د نوؤ بندېزونو اعلان مرستيال صدر مايک پنس کړی دی.

هغه ويلي په امریکا کې د کرونا ۲۲ پېښې مخې ته راغلي دي او نورې پېښې هم رپوټ کېدی شي.

صدر ټرمپ ويلي د مېکسيکو په پوله هم بندېزونه لګولی شي او دوی د ټولو پولو په اړه فکر کوي.

د امريکې د روغتيا او انساني خدمتونو د محکمې وزیر الېکس ازار ويلي د هغو سيمو د سفر څخه دې ډډه وشي چرته چې د کرونا وايرس شتون لري دا غوره تګلاره ده.

د راپورونو ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس په ۶۰ کسانو کې پخلی شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG