لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د پينځه زره طالب بنديوانو د خوشي کولو هيڅ ژمنه نشته


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي،"د پينځه زره طالب بنديوانو د خوشي کولو په اړه هيڅ ژمنه نه لري او دغه خبره يې وار په وار د ډاکټر خليلزاد سره روښانه کړې ده".

افغان ولسمشر اشرف غني دغه خبره نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په کابل کې په خبري غونډه کې وکړه.

اشرف غني وويل د طالب بنديوانو د خوشي کولو په اړه د امریکا سره کومه ژمنه نه لري البته امريکا په دغه لړ کې اسانتياوې برابرولی شي.

اشرف غني دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې ۱۹کلنه جګړې وروسته پرون د خالي، شنبې په ورځ (۲۹م فرورۍ) د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه لوظنامه لاس لیک شوې ده.

په دوحه کې دغه تاریخي لوظنامه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوې لنډې دستورې وروسته لاس لیک کړې. په دغه دستوره کې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو او د یو شمیر هیوادونو خارجه وزیران هم ناست وو.

په لوظنامه کې د نورو جزياتو ترڅنګ ويل شوي د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې لاندې طالبانو دا ژمنه کړې چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د امن سره تړلې ټولو ډلو لکه افغان حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او عامو افغانانو سره به د مستقلې سولې او د واک اختیار شریکولو لپاره خبرې اترې کوي.

تمه ده دغه بین الافغاني خبرې اترې په راروانو ۱۰ ورځو کې پېل شي. او په دغه موده کې به افغان حکومت ۵۰۰۰ قیدي طالبان خوشي کوي چې په بدل کې به يې طالبان ۱۰۰۰ هغه بندیان خوشي کوي چې د طالبانو په ولقه کې دي.

په دوحه کې د سولې لوظنامې لاس لیک کیدو په وخت د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو ویلي"د دې لوظنامې به هیڅ معنا نه وي او دا نني ښه احساسات به پاتې نه شي، که چرې مونږ ریشتوني ګامونه پورته نه کړل او خپلې هغه ژمنې مو پوره نه کړې کومې چې مونږ کړي".

د پينځه زره طالبانو د خوشي کولو په اړه اشرف غني زیاته کړه "دا مسله د خبرو ايجنډا کېدی شي خو مخکې شرط نه شي کېدی".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG