لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: که طالبان د بندیانو په اړه شرطونه ږدي موږ ته دې هم ووایي له پاکستانه کله وځي؟


واشنګټن ــــ د افغانستان ولسمشر د طالبانو دې شرط ته چې د دوی د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به ورسره خبرې پیلوي، په جواب کې ویلي چې حکومت یې هم شرط لري او هغه دا چې طالبان دې له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ولسمشر اشرف غني د نهې- سه شنبې په ورځ په جلال اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "که په بندیانو باندې غږېږو دوی دې شرط نه ږدي موږ هم شرطونه لرو، ماته دې ووایي چې څه وخت له پاکستانه وځي را دې سي".

طالبانو تر اوسه د ولسمشر اشرف غني دې پوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی چې له پاکستانه کله وځي خو طالبانو دا خبره پخوا هم رد کړې چې ګواکې د دوی د مشرانو کورونه په پاکستان کې دي. افغانستان پخوا هم ادعا کړې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي خو پاکستان دا خبره رد کړې ده.

ولسمشر اشرف غني وايي د سولې په تړاو وروستۍ فیصله به د افغانستان خلک کوي او په دې پروسه کې به د خلکو په حقونو معامله نه کیږي. ښاغلی غني وايي د افغانستان د خلکو وژنه جرم دی او له طالبانو یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې اساسي مذاکرات پیل کړي:

"اصل خبره دا ده چې له خارجیانو سره منئ چې سوله کوو، نو د جهاد معنا څه شوه، افغان وژنه جرم دی، افغانان بېوزلي دي".

ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې طالبانو په افغانستان کې د تشدد د کمښت د اوونۍ تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا پر خپلو وسلوالو ږغ کړی چې پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي.

د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې استازي رولانډ کوبیا نن ویلي، که د طالبانو له خوا د بریدونو د بیا پیلولو خبره تایید شي نو وایي دا په قطر کې د شوي تړون خلاف کار دی. ښاغلی کوبیا وایي، دا د ځانښودنې نه بلکې د باور او په مثبت توګه د پر مخ تللو وخت دی.

له طالبانو سره د امریکې د سولې تړون په اړه د افغان مېرمنو اندېښنو ته په پام اشرف غني وویل، چې افغان مېرمنې خپل اسلامي او قانوني حقوق غواړي. غني زیاته کړه چې د چا سپکاوی نه کوي:

"طالبان هم د دې وطن برخه دي، د نورو افغانانو سپکاوی دې نه کوي راشئ په جرګه سره پوه شو او سم اساسي مذاکرات وکړو."

د فرورۍ پر 29مه امریکې او طالبانو په قطر کې د نولس کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په مقصد د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او د دې تړون په بنیاد ټاکل شوې چې د مارچ پر 10مه د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG