لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ټي اېم د چارسدې جلسه: د علي وزير د وېنا پرضد مقدمه درج شوې


د چارسدې ضلعې په پړانګ تاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او قامي اسمبلۍ علي وزير پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.

دغه مقدمه چې د پړانګ تاڼې د اېس اېچ او په مدعيت کې درج شوې پکې ويل شوي، علي وزير د پي ټي اېم د لمړي مارچ د چارسدې جلسې په وېنا کې د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي دي.

په مقدمه کې د علي وزير پرضد د رياست او رياستي ادارو پرضد د وېنا کولو مادې لګول شوي دي.

د پړانګ تاڼې چارواکي د مقدمې جوړول مني خو وايي د هغه ګرفتاري په عمل کې نه ده راوستل شوې.

د پي ټي اېم د يادې جلسې د دوه نورو غړو پرضد د پاکستان د قومي بېرغ د شلولو يا سپکاوي کولو مقدمه مهم درج شوې او دغه دواړه تنه په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوي دي.

پي ټي اېم په لمړۍ مارچ په چارسده کې جلسه کړې وه.

يادې جلسې ته د علي وزير د وېنا يوه ويډیو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پرې ځينې خلک ټکونه هم کوي.

ارشد ریحان په ټویټر د علي وزير د وېنا ويډیو خپره کړې چې پکې علي وزیر امریکې ته په مخاطب کولو سره وايي،

"افغانستان دې خو دې تالا کړو پښتانه دې تالا کړه چې تر څو پورې د ترهګرې اډې جي اېچ کيو، اسلام اباد، پېنډۍ اولاهور تباه نه کړې په والله که دلته دې بيا پرېږدم".

دغه ټويټ ته په ځواب کې ژورنالسټ عمار مسعود ويلي،

"د خپلو بنيادي حقونو دپاره غږ پورته کړئ ټول ستاسو ملګري دي. خو که دې مبارزې ته لساني، صوبايي او علاقايي رنګ ورکوئ نو دې خپلې مبارزې ته زیان رسوئ. کرکه او تشدد د مسلې حل نه شي کېدی".

يو بل ژورنالسټ عمرچيمه ويلي، "په پاکستان کې پنجابيان تر ټولو کم تعصب لرونکي خلک دي تنقید زغمي، د دوست جوړولو دپاره د پنجابي شرط هم نه ږدي، په بل د کېدونکي ظلم پرضد غږ پورته کوي خو بيا هم د کنځلو هدف جوړيږي".

علي وزير دغه ټويټ ته په ځواب کې ويلي،

"بيخې غلط وايې، کله چې په پنجاب کې د ترهګرو په اډو تنقيد نه شې زغملی نو د دوکانونو، مارکيټونو او او کورونو غورځولو به څه حال وي. په شمالي، جنوبي وزیرستان، جنډوله او باړه کې شل زره دوکانونه ړنګ کړی شوي او د هغې په بدل کې ډالرې اخيستل شوي".

سياستوال فرحت الله بابر په ټویټر ويلي،

"د علي وزير په خبرو هغه خلک نه پوهيږي څوک چې د دغو حالاتو څخه نه وي تېر شوي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د جلسې ته په وېنا کې ويلي ؤ، د پښتنو په خاوره ډېرې مسلې دي، "د پاکستان حکومت ته ويل غواړم چې پښتنو ته کومې مسلې دي يا دا حل کړه يا مونږ ته ازادي راکړه يا مونږ ته خپلواکي راکړه".

د پاکستان حکومت او پوځ په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګوي.

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او دغه ډول وزیراعظم عمران خان هم د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم د نوم اخيستو پرته د پوځي وياند تورونه تکرار کړي وو.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په دوی د پېسو اخیستو د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي. پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG