لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چارسده کې د پي ټي اېم دوه غړي نيول شوي


د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرونۍ جلسه کې د پي ټي اېم دوه غړو د پاکستان د بېرغ سپکاوی کړی او هغه يې نيولي دي.

په چارسده کې پرون پي ټي اېم يوه اولسي غونډه کړې وه.

د پي ټي اېم د دوه غړو پرضد د چارسدې ضلعې په پړانګ تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې او په مقدمه کې ویل شوي نثار محمد نومې تن د پي ټي اېم جلسې ته د پاکستان بېرغ ته وړلی او هلته د پي ټي اېم غړو بيا د هغه نه بېرغ اخيستی او شلولی يې دی.

په مقدمه کې ويل شوي چې نثارمحمد بيا د دوه کسانو پېژندګلو کړې او هغوی دواړه نيول شوي دي.

د پي ټي اېم يو ځايي مشر نظيف لالا پخلی کوي چې پوليس يې دوه غړي نيولي دي، خو نوموړی تور لګوي چې دا دواړه کسان د سازش لاندې نيول شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغو دواړو کسانو تعلق د جنوبي وزيرستان سره دی.

په مقدمه کې د يو نوم خان زمان او د بل نوم نظام الدين ياد کړی شوي دي.

نظيف لالا وايي خان زمان د پېښور پوهنتون او نظام الدين د باچا خان پوهنتون زده کوونکی دی.

نوموړی وايي بېرغ د پي ټي اېم غړو نه دی شلولی دا کار د سازش لاندې بهرنیو کسانو کړی چې پي ټي اېم پرې بدنامه کړي.

د پي ټي اېم وکیل جاوېد خان وايي نيول شوي دواړه کسان نن د چارسدې سېول عدالت ته وړاندې کړی شو او عدالت هغوی په جوډیشل ريمانډ د مردان زندان ته ولېږل.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی به د دغو کسانو د ضمانت دپاره عدالت ته خواست کوي.

خو نظيف لالا تور لګوي دغه کسان چې د چارسدې د عدالت نه د مردان زندان ته وړل کېده نو د چارسدې پوليسو هغوی په لار کې د ګاډي نه کوز کړي او د مردان د جېل په ځای يې د ځان سره بوتللي دي.

خو پوليس وايي دغه کسان زندان ته وړل شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګوي.

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او دغه ډول وزیراعظم عمران خان هم د جنوبي وزيرستان په واڼه کې يوې جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم د نوم اخيستو پرته د پوځي وياند تورونه تکرار کړي وو.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په دوی د پېسو اخیستو د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG