لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان پوځ ته د توندروۍ د ور ننوتلو خطر زیات شوی


جنرل شاهد عزیز چې القاعده ډله یې د ملګرتیا دعوه کوي.
جنرل شاهد عزیز چې القاعده ډله یې د ملګرتیا دعوه کوي.

په پاکستان کې د القاعده ډلې له خوا په خپرېدونکې مجله "نوای افغان جهاد" کې د دې ډلې وروستۍ دعوې یو نوی بحث پیل کړی چې وایي د پاکستان یوه پخواني پوځي جنرل شاهد عزیز له القاعده سره اړیکې لرلې.

د القاعده د برصغیر ډلې له خوا د خپرېدونکې "نوای افغان جهاد" د فرورۍ په ګڼه کې لیکل شوي چې لیفټینینټ جنرل شاهد عزیز په 2015م کال کې وروسته له هغه د القاعده ډلې بیعت وکړ چې د دې ډلې مشر حافظ طیب نواز ورسره خبرې وکړې.

دې ډلې د جنرل شاهد عزیز د بیعت په اړه ویلي وو "تاسو د حق په بلنه پوه شوئ، د خدای لپاره د خدمت اعلان مو وکړ او له موږ سره د جهاد لپاره یو ځای شوئ".

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او په هډسن انسټیټیوټ کې د جنوبي او مرکزي اېشیا د څانګې مشر حسېن حقاني وایي، مذهبي توندروۍ ته د شاهد عزیز د مایل کېدو وجه د پاکستان له پوځه خفګان او له امریکې سره مخالفت وو.

ښاغلی حقاني وایي جنرل شاهد عزیز چې په 2016م کال کې په مرموزه توګه ورک شو او بیا یې پخپل کتاب کې د پاکستاني پوځ په اړه حساس معلومات خپاره کړل دا ښکاره کوي چې هغه له القاعده ډلې سره تړلی وو:

"د عزیز کتاب او عقاید ښکاره کوي چې د هغه زړه اکثر په جهاد کې وو او هغه د یوه توندروه اسلام نظریات لرل. هغه پر دې پښېماني ښکاره کړې چې د پاکستان پوځ له امریکې سره مرسته کوله او دی خپلې ادارې [پوځ] ته وفادار پاته شو".

شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې تر نوکرۍ وروسته په ۲۰۰۵م کال کې د جنرل پروېز مشرف د پوځي‌ واکمنۍ په مهال له خپلې دنده ریټایر شوی وو. تر ریټایر کېدو وروسته عزیز په ۲۰۱۳م کال کې یو کتاب لیکلی وو، چې پکې یې د پروېز مشرف پر پالیسیو تنقید کړی وو. حسېن حقاني وایي:

"عزیز لیکلي هغه پوځ- چې ده پکې 37 کاله نوکري وکړه- له امریکې سره د پروېز مشرف د مرستې له کبله د شیطانانو لاره خپله کړه".

د القاعده دعوې ته جواب:

پاکستاني چارواکي دا دعوه ردوي چې ګواکې جنرل شاهد عزیز له القاعده ډلې سره ملګری شوی وو او وایي دا ډول رپوټونه د پاکستاني پوځ د بدنامۍ لپاره خپرېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې رسنیو ته په دې اړه ویلي:

"دغه بیا په رسنیو کې له هغو خپرېدونکو رپوټونو څخه دی چې هیڅ بنیاد او ثبوت نه لري، نو ځکه زه هم ورباندې تبصره نه کوم".

پاکستاني رسنیو د 2018م کال په مې میاشت کې خبر خپور کړ چې شاهد عزیز پاکستان پرېیښی او د جهادي ډلو په لیکه کې د جګړې په مهال وژل شوی دی. پخواني پوځي آمر پروېز مشرف هغه وخت ویلي وو:

"داسې څه رسمي خبر نه شته خو ځینې رپوټونه وایي چې هغه ږیره غټه کړې او په شام کې جنګېږي، حتی ځینې خو وایي چې هغه وژل شوی دی".

ځینې رپوټونه وایي افغانستان ته له تلو وړاندې جنرل عزیز ویلي وو چې ده له امریکایي پوځ سره په جوخته ملګرتیا کولو افغان طالبانو ته لوی تاوان رسولی او د خپلو همدې ګناهونو د کفارې ادا کولو لپاره جهاد ته افغانستان ته ځي خو د ده زوی ذیشان عزیز د هغه د مړینې خبرونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې هغه افریقې ته تبلیغ ته تللی دی.

د القاعده برصغیر ډلې پخپله مجله کې د هغه د مړینې او ژوند په اړه داسې ویلي "القاعده چې کوم معلومات تر لاسه کړي، شاهد عزیز د خدای په لار کې شهید شوی، خدای دې قرباني قبوله او جنت دې درکړي، خو لږ امکان شته چې کېدای شي هغه ژوندی او بندي وي، که داسې وي نو موږ ستا د ژر خوشي کېدو لپاره دعا کوو".

حسېن حقاني پخپل یو مضمون کې لیکلي چې د پاکستان په پوځ کې دننه سختدریځه اسلامي سوچ لرونکي افسران له لومړي سره را روان دي چې په دې برخه کې یې د جنرل جاوید ناصر، جنرل ظهیرالاسلام او جنرل حمید ګل ځانګړې یادونه کړې ده.

د پاکستاني پوځ یو بل لوړپوړی افسر بریګېډیر علي خان هم پوځ په ۲۰۱۱م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG