د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، نړيوال عدالت په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو بې پرواه فېصله په داسې وخت کې اورولې چې څو ورځې وړاندې امریکې د افغانستان د سولې په اړه یوه تاريخي توافقنامه لاسليک کړې ده.
نوموړي ويلي دغه پرېکړه په حقيقت کې د يوې داسې سياسي ادارې ګام دی چې ځان ته قانوني اداره وايي.
پمپيو ويلي افغان دولت په خپله نړيوال عدالت ته ويلي چې دا قضيه مخ په وړاندې نه بوځي خو د نړيوال عدالت د سياستوالو نور اهداف وو.
پمپيو په بيان کې ويلي امریکا د نړيوال عدالت په قضيه کې فريق نه وه او دوی په دغه لړ کې د خپلو وګړو د ساتنې دپاره هر ډول اړين ګامونه اخلي.
په بيان کې ويل شوي دا یوه داسې فېصله ده چې نقد کوونکي پرې د درې لسیزو راهسې ټکونه کوي.
نړيوال عدالت څارنوالو يا استغاثې ته لارښوونه کړې چې د کال ۲۰۰۳م د لمړۍ مې څخه دې په افغانستان کې په څرګند ډول د جنګي جرمونو پلټنې وکړي.
عدالت دا هم ويلي هغه علتونه دې هم ولټول شي د کومو په اساس چې عدالت د پلټنو دا عمل نور وغځوي.
عدالت تېر کال د خپل څارنوال فاتو بېنسودا لخوا د کال ۲۰۱۷م په شوي خواست فېصله اورولې او د پلټنو نه کولو امر يې کړی ؤ.
خو خواست کوونکي فېصلې ته د بيا کتنې خواست کړی ؤ چې د ځینو کلکو شواهدو په اساس دا پلټنې پکار دي.
د بشري حقونو نړيوالو ادارو د نړيوال عدالت تازه پرېکړه ستايلې ده.
امريکا په تېر وخت کې په افغانستان کې د مبينه جنګي جرمونو د پلټنو کولو مخالفت کړی دی.
په کال ۲۰۰۱ کې د امریکا د نائن الېون د پېښې وروسته امریکا په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد عمليات پېل کړي وو، په افغانستان کې د ۱۹ کالو پورې موده کې په روانو عملياتو کې په زرګونو کسان وژل شوي دي.