لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دعبدالعلي مزاري دتلین په مراسمو وسله وال برید کې ۱۸ کسان ژوبل شوي


دافغانستان پلازمینې کابل ښاردشت برچي سیمه کې دعبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین دلمانځلو په مراسمو وسله وال برید کې ۱۸ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي او وسله واله جګړه چې سپکې او درنې وسلې پکې کارول کیږي اوس هم روانه ده.

افغان چارواکو ویلي وسله وال کسان مراسمو ته نږدې یوې نیمه جوړه شوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځای څخه یې د غونډې ګډونوال تر برید لاندې نیولي دي.

دکورنیو چارو وزارت ویلي دا برید چې نن له غرمې مخکې شاو خوا یوولس نیمې بجې شوی دبرید کوونکو دمهارولو لپاره افغان امنیتي ځواکونونه د پیښې ځای ته رسیدلي او دامهال یې له بریدګرو سره جګړه روانه کړې ده.

دپیښې عیني شاهدانو وي او ای سره په خبرو کې ویلي په دې برید کې یو شمیر کسان وژل شوي هم دي.

په دې غونډه کې دافغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله ،پخواني ولسمشرحامدکرزي او ګنو افغان چارواکو،دسیاسي ګوندونو مشرانو او ولسي خلکو برخه اخیستې وه.

درپوټونو له مخې په دې برید کې جیګپوړیو چارواکو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي او تراوسه کومې بلې ډلې هم ددې برید مسولیت نه دی منلی.

دحزب وحدت دپخواني مشرعبدالعلي مزاري د تلین دلمانځلو په مراسمو تیرکال هم وسله وال بریدونه شوي وؤ چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي اؤ ۱۸ نور ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG