لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانوي محکمې د دوبۍ حکمران دخپلو لوڼو تښتونه کې ککړ بللی


برتانیې یوې محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي دي چې د دوبۍ حکمران شیخ محمدبن راشد المکتوم دخپلې پخوانۍ میرنې شهزادګۍ حیا بنت الحسین په ویرولو اؤ ګواښلو کې ککړ دی چې له هم دغه امله شهزادګۍ حیاء دخپلو دوؤ اولادونو سره لندن ته په تېښته اړ شوې ده.

دجمعې په ورځ ګڼ شمیر نړیوالو خبري شبکو پخپلو راپورونو کې ویلي دکورنیو شخړو په اړوند د برتانوي عدالت قاضي پخپله پرېکړه کې په شیخ محمد بن راشد المکتوم دا تور هم پرځائ بللی چې هغه دوه لسیزې وړاندې دخپلې پرېښودلې میرمنې د دوؤ بالغو لوڼو دتښتولو امر کړی ؤ.

شهزادګۍ حیا پروسکال د خپلو دوؤ اولادونو ۱۳کلنې جلیله اؤ اته کلنې زاید سره د متحده عرب اماراتو نه لندن ته ټښتېدلې وه اؤ تر هغې وروسته داماراتو ۷۰کلن وزیراعظم اؤ د دوبۍ واکمن شیخ محمد د خپلو دواړو اولادونو ترلاسه کولو دپاره دبرتانیې محکمې ته مراجعه کړې وه.

خو د دوبۍ د حکمران پخوانۍ میرمنې بیا محکمې ته عریضه کړې وه چې دهغې اولادونه باید د محکمې ترڅارنې لاندې وساتل اؤ هغې دا اندېښنه هم ښودلې وه چې که لور یې بیرته اماراتو ته ولیږل شي نو هغه به په زور چاته واده کړل شي.

شهزادګۍ حیا دهاغو بیانونو دخپرولو غوښتنه هم کړې وه چې له مخې یې شیخ محمد په کال ۲۰۰۲م اؤ کال ۲۰۱۸م کې د خپلو دوؤ بالغو لوڼو ۱۹کلنې شیخه شمسه اؤ شیخه لیطفه تښتولې اؤ په بند کې ساتلې وې.

دبرتانیې دکورنیو شخړو دمحکمې قاضي سراینډریو میکفرلین ته معلومه شوې ده چې شمه (څوک چې اوس ۳۸کلنه ده،دکیمبرج دکوڅو څخه تښتول شوې وه اؤ هغه د دتیرو دوؤ لسیزو راهسې د زیاتره ازادۍ څخه محروم ساتل شوې ده،

همداشان ۳۵کلنه لطیفه په کال ۲۰۰۲ کې په وړومبي ځل دکور نه دتښتېدو هڅه کې دهغې دپلار په امر تر درېوؤ کالو نه زیاتې مودې پورې بندي ساتل شوې وه اؤ په اکتوبر۲۰۰۵م کې بیا له بنده خلاصه کړل شوې وه.

قاضي سرینډریو میکفرلین ویلي دلطیفه یوې ملګرې جوهائین محکمې ته ویلي چې کله چې لطیفه د دوبۍ نه تښتېدله نو هغه د ګوا دسمندري ساحل په غاړه یوې کشتۍ څخه هندي ځواکونو نیولې اؤ بیا یې متحده عرب اماراتو ته سپارلې وه.

دغه قاضي ویلي ټينا جوهائین د محکمې په وړاندې دلطیفه دا وروستي الفاظ هم یاد کړي چې هغې هندي پوځیانو ته زارۍ کولې چې “ما ووژنئ خو ووبۍ کې مې بیرته خپلې کورنۍ ته مه لیږي”

قاضي وایي دا ټولې کیسې چې کله محکمې دیو بل سره وتړلې نو دا نتیجه ترې اخذ شوه چې د لطیفه د دوبۍ پرېښودلو خواهش په حقیقت ولاړ ؤ.

د برتانوي محکمې ددې پرېکړې محکمې ته له راتلو وروسه د دوبۍ واکمن شیخ محمد ویلي “دا قضیه زمونږ داولاد دبې کچه شخصي معاملو سره تړاؤ لري”

هغه ویلي دیو حکومتي‌ واکمن په توګه هغه پخپله دمحکمې له لوري دحقیقتونو دلټون برخه نه ده جوړه شوې چې له امله یې یوه داسې پرېکړه مخې ته راغلې چې دکیسې یو اړخ بیانوي.

هغه په رسنیو هم غږ کړی چې باید اولادونو د شخصي رازونو درناوی یې وکړي اؤ په برتانیه کې باید دهغوئ په ژوند کې دلاسوهنې څخه په ډډه پاتې ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG