لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: کرونا وهلی تن صحت مند شوی


د پاکستان د سند صوبې د صحت د محکمې چارواکو ويلي په کراچۍ کې کرونا وهلی تن صحتمند شوی او نن د خالي، شنبې په ورځ به د روغتون نه رخصت کړی شي.

د صحت محکمې رسنیو ته په لېږلي خبر کې ویلي، دغه تن لس ورځې په روغتون کې په يواځې وارډ کې ساتل شوی درملنه يې شوې او درې ځله يې ټېسټونه شوي او په درېم ځل يې د کرونا ټېسټ پاک راغلی دی.

په خبر کې ويل شوي چارواکو هغه صحتمند ګرځولی او نن يې د روغتون نه د رخصتولو ويلي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۶م فرورۍ د کرونا د دوه پېښو پخلی کړی ؤ چې يو په سند او بل په اسلام اباد کې رپوټ شوی ؤ.

که څه هم چارواکو د کرونا وايرس وهلو پېژندګلو پټه ساتلې خو ځايي ميډيا ويلي ؤ په کراچۍ کې يو ۲۲ کلن ځوان چې ايران ته تللی د ايران په واپسۍ پکې د کرونا پخلی شوی ؤ.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا د شپږو پېښو پخلی کړی دی.

راپورونه وايي په پاکستان کې چې د کرونا وايرس څومره پېښې مخې ته راغلي دغو ټولو کسانو د ايران سفر کړی ؤ.

د چين څخه خور شوي کرونا وايرس د نړۍ د ۸۰ څخه زياتو هېوادونو ته رسېدلي د ۳۴۰۰ نه زيات تنه يې مړه کړي او د يو لاک نه سېوا يې اغېزمن کړي دي.

کرونا په چين کې ۳۰۱۵ تنه مړه کړي او د ۸۰ زرو نه زيات يې اغېزمن کړي دي.

په امريکا کې د کرونا نه ۱۴ تنه مړه شوي او صدر ډانلډ ټرمپ د دغه رنځ د مخنيوي دپاره په بېړني توګه د اته اعشاريه درې اربه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG