لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځو نړیواله ورځ:ملګري ملتونه وایي افغان میرمنې دمحرومیتونو سره مخ دي


په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت دافغان میرمنو ژوند دمحرومیتونو سره مخ بللی اؤ ویلي یې دي په سیاسي اؤ ټولنیزو برخو کې دافغان میرمنو حقونو ته پاملرنه نه کیږي .

د وي او ای اشنا د راپور له مخې کابل کې دیوناما مشر تدامیچي یاماتو دښځو دنړیوالې ورځې په اړوند خپل پیغام کې د زده کړو،روغتیایي خدماتو اؤ کار کولو ته دافغان میرمنو په لاس رسي ټینګار کړی اؤ ویلي یې د افغان میرمنو دپاره باید دا وضعیت بدلون ومومي.

هغه. ویلي افغان میرمنو ته باید په ټولو سیاسي پرېکړو کې د ګډون واک ورکړل شي اؤ افغان ښځې باید دپارلیمان څخه دسولې تر خبرو په هر پړاؤ کې خپل استازیتوب ولري.

دتیرکال په وروستیو کې دافغانستان دبشري حقونو کمیشن پخپل یو راپور کې ویلي وؤ په افغانستان کې دښځو په وړاندې دتاؤ تریخوالي پېښې سیوا شوي پروسکال یوازې په اوو میاشتو کې په دغه هیواد کې دمیرمنو د ځورونې څه کم اووه زره پېښمې مخې ته راغلې وې چې په دې کې دجنسي ځورونې پېښې هم شاملې دي.

فغانستان کې عامو خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه د یوناما د کلني راپور پر اساس یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۱۱۵۲عامو ښځو ته د جګړې له امله مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

پر جګړه سربېره بېوزلي،ټولنیز رسمونونه رواجونه،بې‌سوادي، بشري تاوتریخوالی او دې ورته ډېر نور هغه شیان دي چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند یو شمیر ستونزو سره مخ کړی دی.

څېړونکي وایي په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغان دولت په چوکاټ کې د ښځو چارو وزارت په نوم، یو ځانګړی وزارت رامنځته شوی. دښځو دحقونو په نوم په لسګونو ټولنې فعالیت کوي، نړیوالې ټولنې هم د ښځو د وضعیت د ښه والي په نوم په میلیونونو ډالر مصرفوي اؤ ګڼ شمیر قوانین هم دښځو دحقونو دتحفظ دپاره جوړ شوي خو ددې هرڅه باوجود هم په افغانستان کې ښځې د سختو ستونزو او تاتریخوالي سره مخ دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG