لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د طالب بندیانو د ازادېدو تګلاره جوړه شوې


واشنګټن ډي سي: افغان ولسمشر اشرف غني د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د طالب بندیانو د ازادېدو تګلاره جوړه شوې او په دې اړه به د نهې یا سې شنبې په ورځ فرمان ورکړي.

د ښاغلي غني لخوا دغه څرګندونې د هغه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې وشوې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، چې د ده حکومت به یواځې دده د ټاکنیز ټیم څه نه جوړېږي او زیاته یې کړه چې پخواني کابینه به دوه اونۍ نور هم کار وکړي.

(تر هغې وروسته به مونږ یو ټول ګډ حکومت له سلا مشورو وروسته جوړ کړو.)

اشرف غني د مارچ په دوهمه نېټه ویلي وه چې دی به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې د بندیانو د تبادلې مادې ته ژمن پاتې نشي د کومو لپاره چې طالب جګړه مارانو د کلونو راهیسې غوښتنه کوله.

غني ویلي وه چې ددغه تړون هغې برخې ته چې د تاوتریخوالی د کموالي یادونه پکې شوې ژمن پاتې شي خو دا چې د مارچ تر لسمې نېټې پورې به طالبان زر تنه بندیان او افغان دولت به ۵۰۰۰خوشې کوي دا به و نه مني.

دغه نېټه د بین افغاني خبرو د پيل د نېټې په توګه هم ټاکل شوې وه.

خو له دې وروسته طالبانو ویلي وو چې دوی به تر هغو پورې په بین الافغاني خبرو کې ګډون و نه کړي تر څو یې ۵۰۰۰ بندیان خوشې شوي نه وي.

د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو پر وخت د چاودنو غږونه هم واورېدل شول خو غني وویل، له داسې چاودنو سره به دی د ملت خدمت پرې نه ږدي. هغه د ډزو پر وخت د خپل کوټ تڼۍ پرانېستله او ټټر یې سپر ونیوه.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ طالب جګړه مارانو ویلي وو چې په روانه اونۍ کې به له افغان حکومت سره د سولې خبرې و نشي ځکه چې د لوړې مراسم نیول شوي.

دوی له له مشرانو څخه غوښتي وو چې د جګړې د دې پرځای دې د جګړې پر پای ته رسېدو باندې ټینګار وشي.

په همدې حال کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان بیا په خپل ټویټر کې ولسشمر غني ته مبارکي ورکړې او لیکلي دي: "زه ولسمشر غني ته مبارکي ورکوم او منتظر یم چې ګډ کار ورسره وکړم. پاکستان به تر خپلې وسې کار کوي چې زموږ سیمې ته سوله او ثبات راشي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG