د امريکا پوځ ويلي په عراق کې د امریکا د پوځ دوه سرتيري وژل شوي دي.
پوځ ويلي سرتيري يې دښمن د ګل/ دوشنبې په ورځ وژلي دي.
د ګډ ځواک په بيان کې ويل شوي امریکايي سرتيري هغه وخت وژل شوي چې په غرئيزه علاقه کې يې د عراق ځواکونو له د داعش د قوي مرکز تباه کولو مشورې ورکولې او د هغوی ملګرتيا يې کوله.
پوځ لا د وژل شوؤ سرتېرو نومونه نه دي ښکاره شوي.
امریکا په عراق کې پينځه سرتيري ساتلي چې د داعش پرضد جګړې دپاره د عراق ځواکونه تربيه کړي.