لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ای اې وایي د سعودي حکومت له خوا پر عمرې بندیز د دوی 2 اربه روپۍ تاوان کړی


واشنګټن ــــ د پاکستان سرکاري هوایي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل اېرلاینز (پي ای اې) وایي،‌ د سعودي عرب د حکومت له خوا د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاېر پر عمرې باندې د بندیز له کبله د دوی پروازونه اغېزمن شوي او تقریباً 2 اربه روپۍ تاوان ورته رسېدلی.

د دې بندیز له کبله سعودي ته په یوه اوونۍ کې د پاکستان ۴۷ پروازونه ځنډېدلي چې وایي ۳۴ جدې او ۱۳ به مدینې ته تللی، خو وایي سره له دې چې پر عمره بندیز دی او اوس د کاروباري ویزو او اقامې مسافر کم دي بیا هم مجبوره دي چې پروازونه وکړي.

د پي ای اې ویاند وایي، د سعودي حکومت د بندیز له کبله شاوخوا 50,000 اغېزمن شوي چې غوښتل یې عمره او د مکې و مدینې زیارتونه وکړي، وایي د دوی ټکټونه د مارچ تر 31مې نېټې ځنډول شوي دي.

د پاکستان دې سرکاري هوایي کمپنۍ د روان کال لپاره د 194 اربه روپیو ګټلو هدف ټاکلی وو او د دې تر څنګ یې د کاري تاوانونو د مخنیوي لپاره هم 320 میلینه (32 کروړه) روپۍ اضافي هدف ټاکلی وو.

د هوایي کمپنیو تر څنګ پر عمرې بندیز د ټرېول ایجنسیو کاروبار هم سخت زیانمن کړی دی. په پاکستان کې د ټرېول ایجنسیو د اتحاد مشر ارسلان ارشد وایي، له کله راهیسې چې سعودي پر عمرې بندیز لګولی د زرګونو خلکو ویزې او ټکټونه منسوخ شوي چې وایي له کبله یې د خلکو په کروړنو روپۍ بندې دي.

د پي ای اې ویاند وایي د کورونا وایرس له کبله یې کېدای شي پر پروازونو د وروستیو بندیزونو په نتیجه کې مالي خساره تر 37 اربه روپیو هم زیاته شي.

له قطر او ایران سره هم د پاکستان د پروازونو ځنډېدل پي ای اې ته لوی مالي زیان اړولای شي. ایران ته تېره میاشت لا د پاکستان پروازونه ځنډېدلي او قطر پرون له کرونا وایرس اغېزمنو هېوادونو سره پروازونه بند کړي.

د پاکستان د الوتنو څانګې په تېره فرورۍ میاشت کې قومي اسمبلۍ ته په تېرو لسو کلونو کې د پي ای اې له پروازونو د اوښتي زیان په اړه معلومات وړاندې کړل، چې وایي له 2009 تر 2019م کال پورې یې 371.14 اربه روپۍ تاوان کړی او په دې موده کې یې 3492 ملازمین په کار ګومارلي دي.

د پاکستان دغه سرکاري هوایي کمپنۍ دا مهال ټول 15052 ملازمین لري چې په هغوی کې 11284 یې پاخه ملازمین دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG