د پاکستان اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکه په پلازمينه اسلام اباد کې غورځېدلې ده، چارواکي وايي الوتکې د ۲۳م مارچ دپاره د تمرين په پرواز وه.
د پاکستان دولتي ميډيا ويلي اېف ـ ۱۶ الوتکه د اسلام اباد د شکر پړيا علاقې سره نزدې غورځېدلې ده.
راپورونه وايي د الوتکې چلوؤنکي پايلټ ونګ کمانډر نعمان اکرم په پېښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د هوايي ځواک وياند ويلي، امدادي ادارې د موقعې ځای ته رسېدلي دي.
هوايي ځواک ويلي د پېښې د پلټنو دپاره په سمدستي ډول لار ښوونه شوې چې د الوتکې غورځېدو علت مالوم کړي.
له دې وړاندې د بشري حقونو مرکزي وزیرې شيري مزاري په ټويټر ويلي ؤ، "د اېف ـ ۱۶ پېښه غمجنه ده خو ځینې خبرونه دي چې پايلټ د الوتکې نه وتلی دی. وړاندې په دغه اړه ګډوډ خبرونه راتله.لاس په دعا يو چې پايلټ روغ وتلی وي".
په اسلام اباد کې د الوتکې غورځېدو د پېښې په اړه په ټولنيزو رسنیو خلکو ويډيو خپرې کړي دي.
په پاکستان کې وخت په وخت د تربيتي الوتکې د غورځېدو خبرونه مخې ته راځي.