لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني اجرائیه ریاست ختم کړ، خو عبدالله عبدالله وایي ژر به خپل اجرائیه رئیس وټاکي


واشنګټن ــــ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ تر لوړې وروسته په یوه فرمان کې ویلي، نور د دې هېواد د اجرائیه ریاست چوکۍ ختم شوې چې په ملي یووالي حکومت کې د ده د ولسمشرۍ ټاکنو سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ورباندې ګومارل شوی وو.

خپله ډاکټر عبدالله عبدالله هم- چې ځان یې پخپله د افغانستان ولسمشر ګڼلی- ویلي چې د ده د لوړې تر مراسمو وروسته د ملي یووالي حکومت ختم شوی او ډېر ژر به د خپل حکومت نوی اجرائیه رئیس وټاکي.

د رپوټوڼو له مخې د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د لوړې تر مراسمو وروسته نوي حکومت په کار پیل کړی او نور "د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریاست نه شته".

په رسنیو کې د ولسمشر غني له خوا په خپاره شوي فرمان کې- چې پینځه مادې لري- ویل شوي چې د اجرائيه رياست د جوړېدو او د وزيرانو د شورا په اړه ټول فرمانونه او حکمونه او پخواني اجرائيه رئيس ته ورکړل شوی واک، خرڅونه او امتيازات د مارچ له ۹مې وروسته منسوخ دي او د اعتبار وړ نه دي.

په فرمان کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پخواني اجرائیه ریاست د چارواکو د امنیت ساتلو د ذمه وارۍ د پای ته رسېدو امر هم شوی او امنیتي ادارو ته لارښوونه شوې چې خپل ځواکونه په نورو برخو کې په امنیت ساتلو وګوماري.

پر ټولنیزو رسنیو د خپاره شوي فرمان په درېيمه ماده کې د اجرائيه رياست او وزيرانو د شورا په اړه ویل شوي چې د دارالانشا (سیکرټرېټ) کارکوونکي به د انتظار په حالت کې وي او په نورو ادارو کې د کار تر ور سپارل کېدو پورې به تنخا ورکول کېږي.

ډاکټر عبدالله د ارګ له خوا تر دې فرمان خپرېدو وروسته نن د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ویلي، چې "محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت پخوانی ولسمشر نور ولسمشر نه دی او فرمانونه او امرونه یې اعتبار نه لري":

"د پخواني اجرائیه ریاست ملکي او نظامي کارکوونکو ته هدایت وركوم، چې د تېر په څیر خپلو کارونو ته ادامه ورکړي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن تر ولسمشرۍ ټاکنو شاوخوا درې میاشتې وروسته د فرورۍ په 18 اشرف غني د ولسمشر په توګه د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو ډاکټر عبدالله عبدالله له دغو نتایجو انکار وکړ او ځان یې پخپله د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ او دواړو د مارچ پر 9مه په کابل کې جلا- جلا د لوړې مراسم تر سره کړل.

په 2014م کال کې هم اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګټنې دعوه کړې وه،‌ چې بیا وروسته د امریکې په منځګړتوب د افغانستان له اساسي قانون پرته د اجرائیه ریاست څوکۍ وټاکل شوه او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وټاکل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG