د امریکا متحده ایالاتو په نړۍ یو شمېر هېوادونه په دې تورن کړي دي چې د خلکو له بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه کوي.
ایران:
د امریکا لخوا په نړۍ کې د بشري حقونو په اړه په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې په ایران کې وروسته له هاغې په تېر نومبر کې پراخ لاریونونه وشول کله چې د تېلو بیې پورته شوې خو د تهران حکومت کابو یوه اونۍ ټولې کورنۍ او نړیوالې انټرنیټي شبکې وتړلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران رژیم ددغو لاریون کونکو په وړاندې مرګونې وسلې وکارولې چې د رسنیو د راپورونو له مخې پکې ۱۵۰۰ کسان ووژل شول او ۸۶۰۰ نور یې بندي کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې هېڅ داسې شواهد نشته چې ګواکې حکومتي ادارو دې د وژل شویو لاریون کونکو په اړه خپلواکې پلټنې کړې وي.
د امریکا لخوا د بشري حقونو په اړه په دې راپور کې وړاندې راغلي دي، چې په ایران کې د داسې جرمونو له امله هم خلک په مرګ محکوم کېږي چې له نړیوالو حقوقي معیارونو سره نه دي برابر.
امریکا دا هم ویلي، د ایران حکومتي چارواکو همدارنګه په سوریه، عراق او یمن کې د بشري حقونو له تېریو سره مرسته کړې ده ځکه چې ایران په سوریه کې د بشار الاسد له رژیم او ایران پلوو ملیشو ډلو سره مرسته کوي.
چین:
د چین په اړه په دې راپور کې راغلي دي چې د چین کمیونیست ګوند په سینکیانګ ایالت کې د ایغور مسلمانانو د ډلیزو نیولو او ځورولو یادونه شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر وخت وویل:
"په چین کې کمیونیسټ ګوند د خپلو مخالفینو د څارلو لپاره له پرمختللي سیستم څخه کار اخلي. دوی مذهبي اقلیتونه په ځانګړو کمپونو کې بندیان کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې راپور کې راغلي دي، چې په چین کې تر یو میلیون زیات ایغوریان، قزاق، کرغېز او نور مسلمانان په ځآنګړو کمپونو کې بندیان شوي دي تر څو د هغوي مذهبي او نژادي پېژندګلو ترې پاکه کړي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې واشنګټن دا هم موندلي دي چې په چین کې د بشري حقونو د تېري په مسلو کې بي قانونه وژنه، په زور بې درکه کول، د حکومت لخوا بندي کول، د ژورنالستانو، وکیلانو، لیکوالانو، بلاګرانو، مخالفینو او د هغوی د کورنۍ د غړو په وړندې بریدونه او شمالي کوریا ته د پناه غوښتونکو په زور د استولو مسلې شاملې دي.
سعودي عربستان:
د امریکا د بشري حقونو په دغه راپور کې د جمال خاشقجي د وژنې د نه شفافیت په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
"د جمال خاشقجي وژنه د نه منلو یو جرم دی. مونږ په دې اړه د سعودي له مشرتابه سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. په دې اړه زمونږ دریځ نه دی بدل شوی."
په راپور کې دا هم راغلي دي، چې د سعودي حکومت په ګڼو کیسونو کې چارواکو ته چې په بشري تېریو باندې تورن شوي سزا نه ده ورکړې او یو ډول معافیت لري.
د بیلګې په توګه د خاشجقي له وژنې وروسته محکمې پنځو چارواکو ته د مرګ او درې نورو ته د بند سزا ورکړه.
محکمې وویل، چې د درې نورو کسانو په اړه ګناه نشي ثابت کېدای.
وینزویلا:
په راپور کې راغلي دي چې په وینزویلا کې په سیاسي ګډون او د بیان په ازادۍ باندې محدودیتونه لګېدلي.
"د بیلګې په توګه له یوې لسیزې څخه د زیات وخت راهیسې سیاسي واک یوه واحد ګوند سره دی او ټولواک حکومت یې په قضا، د خلکو په واک او په ټاکنیزو څانګو باندې کنټرول لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر په توګه د نیکالوس مدورو بیا ټاکل کېدل نه ازاد وه او نه مناسب بلکه په ژوره توګه د درغلیو له لیارې وو.
په راپور کې دا هم راغلي دي چې په وینزویالا کې په غیر قانوني توګه د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو وژنه، په زور بې درکه کول، د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو شکنجه کول، بندي کول او داسې نور جرمونه شته.
راپور زیاتوي، د مدورو په حکومت کې د بیان او رسنیو په ازادیو باندې محدودیتونه لګېدلي او ځینې شخصي ټي وي ګان، راډیو ګانې او داسې نوروې رسنۍ یې تړلې دي.