لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: صدر ټرمپ د يورپ څخه امریکا ته په سفر بندېز اعلان کړی

د کرونا وايرس په تېزۍ سره خورېدو او وبا ګرځول کېدو وروسته د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د يورپ څخه امریکا ته سفر د ۳۰ ورځو دپاره ځنډولی دی.

د کرونا وايرس له امله په امریکا کې تراوسه پورې ۳۲ تنه مړه او ۱۰۵۰ اغېزمن شوي دي او د واشنګټن په ګډون په څو ریاستونو کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې په ورځ اوول دفتر کې په وېنا کې د يورپ څخه امریکا ته د سفر د ځنډولو اعلان کړی دی او ويلي يې دي د بهر هېوادونو څخه امریکا ته د وايرس د مخنيوي په لړ کې دا تراوسه پورې تر ټولو جارحانه ګام دی.

هغه ویلي برتانیه د يورپي يونين څخه جدا شوې ځکه دغه بندېز به په برتانيه نه وي.

نوموړي په خپله وېنا کې په يورپ ټکونه کړي چې د کرونا وايرس مخنيوی یې نه دی کړی.

هغه ويلي يورپ د کرونا وايرس په لړ کې په احتیاط کولو کې پاتې راغلی او زياته کړې يې ده امریکا ته کرونا د يورپ نه راتلونکو مسافرو د لارې راغلي دي.

کرونا وايرس په نړيوال کچ د ونډو بازار هم اغېزمن کړی دی.

په چين کې ښکاره شوي کرونا وايرس چې اوس د ۱۰۰ څخه زياتو هېوادونو ته رسېدلي يو لاک ۲۴ زره خلک يې وهلي او۴۶۰۰ کسان يې مړه کړي دي.

چين، اټلي او ايران کرونا تر ټولو زیات ځپلي دي، په چين کې د کرونا نه ۳۱۶۲، اټلي کې ۶۳۱ او ايران کې ۳۵۴ تنه مړه شوي دي.

دغه رنګ په جنوبي کوريا کې ۵۴، په سپېن کې ۴۹، په فرانس کې ۳۳ او امریکا کې يې ۳۲ تنه مړه کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG