د خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کې د يو ځايي ژورنالسټ په ساتنه مامور پوليس نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.
د چارواکو په وېنا د سوات د ځايي ژورنالسټ شيرين زاده سره پوليس سرتيری عمران خان د ساتنې په ډيوټۍ ؤ او هغه تېره شپه په کانجو کې نامالومو کسانو په هدف کړی دی.
پوليس وايي عمران د شيرين زاده سره تر کوره پورې تللی او بيا ماسخوتن بیرته خپل کور ته په لار ؤ چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی.
شيرین زاده په خپله هم په خپله ساتنه د مامور پوليس د وژنې خبر ورکړی او ويلي يې دي هغه نن خاورو ته سپارل شوی دی.
د پولیس سرتيري د وژنې زمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي دا هدفي وژنه ده.
په سوات کې ژورنالسټان وايي چې د څو ژورنالسټانو سره اوس هم پوليس د ساتنې په ډيوټۍ دي.
ځايي خلک وايي په وروستيو کې د دغه ډول پېښو رامنځته کېدو يو ځل بيا د سوات په خلکو کې ويره ترښه خوره کړې ده.
تېره مياشت د سوات د مټې تحصيل په شکر دره کې د يو ځايي خبريال حميدالله خان ورور جاوېدالله خان چې ځايي سياستوال ؤ هم وژل شوی ؤ.
د دسمبر په مياشت کې په کانجو سیمه کې د مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکی وکيل فېروز شاه هم نامالومه کسانو په ډزو وژلی ؤ.