لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي جنرال وايي نه ګڼي چې طالبان د افغان سولې ژمنه وفا کړي


د امریکا د مرکزي کمانډ جنرال کېنتهـ مېککنزي ویلي امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د افغانستان د سولې تړون مات شي خو داسې نښې ښکاري چې دا تړون به پاتې نه شي.

مېککنزي د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي، د تاؤ تريخوالي د کمولو د ژمنې باوجود په ټول افغانستان کې د طالبانو بريدونه روان دي.

هغه ويلي فکر نه کوي چې طالبان د افغانستان د موجوده حکومت سره د سولې د تړون وروستي پړاؤ ته رسېدو پورې سم چلند وکړي.

هغه زیاته کړې د افغانستان په چيک پوستو بريدونه روان دي او د طالبانو د دغه ډول بريدونو څخه داسې نه ښکاري چې خبرې به مخ په وړاندې بوځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په ۲۹م په دوحه کې د سولې د تړون توافقنامه لاسليک شوې چې ترمخه به يې امریکايي او اتحادي ځواکونه په ۱۴ مياشتو کې د افغانستان څخه ووځي.

امريکايي پوځي چارواکي وايي لمړي امریکايي پوځيان به روانه اوونۍ وتل پېل کړي او په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې به د امریکايي پوځ شمېره د ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ ته راکمه شي.

د امريکا پوځي او دفاعي چارواکي پرله پسې وايي د افغانستان د سولې دپاره د سرتيرو بيرته ستنولو ته په ښه نظر ګوري خو خبرداری يې ورسره ورکړی که ضرورت پېښ شو نو واشنګتن بدلون ته تيار دی.

د امریکې د دفاع وزير مارک اېسپر د روانې میاشتې په سر کې ویلي، دوی د پوځيانو ايستلو عمل ودرولی هم شي.

مېککننزي ویلي د پوځ د ويستلو د پرېکړې ودرول به سياسي وي او خبرداری يې ورکړی د تړون ماتول به غلطي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG