لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاوخوا 2000 زیارت کوونکي له تفتانه کوټې او نورو صوبو ته لېږدول کیږي: مدني فعالانو یې مخالفت کړ‎ی


کوټه ــــ د بلوچستان ایالت د کورنیو او قبايلي چارو د محکمې يو لوړپوړي افسر د نوم نه ښکارولو په شرط وي‌ او اې ډیوہ ته وويل "د پاکستان او ایران پر سرحدي پوله په تفتان کې دوه زره ته نیژ‎دې زیارت کوونکو خپل د کورنټین موده بشپړه کړه ځکه یې د تللو اجازت ورکړ‎".

دغه افسر وایي "شیعه زیارت کوونکي به اول کوټې ته او بیا د هغوی خپلو سیمو او ایالتونو ته واستول شي، په راستانه شوو زیارت کوونکو کې د کوټې اوسېدونکي ھم شامل دي".

دغه افسر وایي زیارت کوونکي د امنیتي ادارو له خوا په سخت امنیت کې له تفتانه را روان کړ‎ل شوي چې وایي شمېر یې دوہ زرہ تنو ته نيژدې دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت د ویاند لیاقت شاهواني په وینا له ایرانه را ستانه شوي پینځه زرہ ته نیژ‎دي زیارت کوونکي یې په تفتان کې کورنټین کړ‎ي دي چې طبي څارنه یې کېږي. هغه وویل "حکومت پرېکړه کړې چې د ایران پر پوله د زایرینو، زده کوونکو، سوداګرو او سېلانیانو په ګډون ټول به کورنټین کوو".

له بلې خوا د تعلیم وزارت د ایالت تر ۳۱م مارچ پورې د ټولو سرکاري او غیرسرکاري سکولونو او نورو تعلیمي ادارې د بندولو اعلان کړ‎ی. د تعلیم وزیر سردار یار محمد رند وایي، د دیني مدرسو له مشرانو او ملایانو سرہ ھم په تماس کې دی چې د مدرسو د تړ‎لو پلان ھم عملي کړ‎ي.

د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې غړو د زیارت کوونکو د راستنیدو پر حکومتي پلان او د کوټې په میان غونډۍ سیمه کې د کونټین کولو مرکز له جوړولو سره مخالفت او د کرونا د مخنیوي لپارہ د حکومت له لوري د مناسبو ګامونو نه اخیستلو تور پورې کوي.

مدني فعالې او وکیلې جمیلې کاکړ‎ې وي او اې ډیوہ ته وویل "دا به په کوټه ښار کې د کورونا ویروس د خپریدو لوی سبب سي".

د کوټې اوسېدونکی سیال شېراني وایي "کوټه درویشت لکه ابادي لري، حکومت د وایرس د مخنیوي ترتیبات نه دي کړ‎ي، خلک نا خبرہ دي، ورځنی ژوند روان دی، خلک هوټلونو ته ځي راځي، جوماتونو ته ځي، بازارونه خلاص دي، دا ځکه خلک نه دي پوھول شوي ځکه نو وایرس په اسانه خورېدای او لګېدای شي، حکومت دې خلک خبر او پابند کړ‎ي چې له ضرورته پرته دې له کورہ نه وځي".

لیکوال او مدني فعال رفیع الله کاکړ‎ پر خپله فېسبوک پاڼه پوښتلي "آیا دا رښتیا دي چې د کوټې په روغتونونو کې د کرونا مرض د تشخیص لپارہ ځانګړ‎ي ټیسټ کیټس نه شته، د لاس پاکولو میډیکلي محلول، ماسکونه او د ځان خوندي ساتلو ترتیبات نه دي نیول شوي؟".

د کاکړ‎ په ځواب کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډااکټر یاسر اڅکزي لیکلي، "زه په تېرو 4 ورځو کې د ټولو روغتونونو لیدلو ته ورغلم، په ټولو حکمومتي روغتونونو کې احتیاطي ګامونه نه دي اخیستل شوي حتی ماسکونه لا ھم نه شته".

ډاکټر یاسر وایي په پام کې لري چې په روغتون کې د داخلو ناروغانو او په روغتون کې د کارکوونکو د ساتنې لپاره سمدستي پرېکړې وکړي ځکه چې حکومت د روغتون داخل شوو ناروغانو او د کارکوونکو د خوندیتوب هیڅ پلان نه لري.

د بي این پي مېنګل د ایالتي اسمبلۍ غړ‎ي ثنا بلوڅ ھم د حکومت پر فیصلو او ګامونو تنقید کړ‎ی دی.

د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي "له ایران څخه راستانه سوي د نورو ایالتونو زیارت کوونکي ځکه به تفتان او کوټه کې کورنټین کوو چې دا مېلمانه دي"، د شاهواني په وینا حکومت د کرونا د مخنیوي پورہ پورہ ترتیبات نیولي دي.

په بلوچستان کې تر اوسه په یوہ 12 کلن ماشوم کې د کورونا وایرس موندل شوی، دا ماشوم د سند ایالت د دادو سیمې اوسېدنکی دی چې څو ورځې وړ‎اندې له ایرانه راغلی دی.

د حکومتي چارواکو په وینا د کوټې په میان غونډۍ مرکز کې سل ته نیژ‎دې زیارت کوونکي کورنټین دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG