لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا د مخنیوي لپاره په نړی کې له میلیونونو کسانو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي


Paris'in Ünlü Champs Elysees Caddesi Boşaldı
Paris'in Ünlü Champs Elysees Caddesi Boşaldı

واشنګټڼ: د حکومتونو په بیلا بیلو حکمونو کې خلکو ته ویل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او یا لږ تر لږه له ګڼې ګوڼې څخه ځان لېرې وساتي.

له دې سره په نړی کې د مېلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ شوی ځکه چارواکي غواړي چې د کرونا وایرس د خپرېدو په مخنیوي کې پرمختګ وکړي.

په جنوبي کوریا کې په هغو خلکو باندې کلکه څارنه کېږي چې دغه هېواد ته ورځي تر څو له بهر څخه څوک له ځان سره کرونا وایرس ور نه وړي.

د حکومت له دې او دې ته ورته ګامونو سره په دغه هېواد کې د کرونا وایرس پېښې په کابو کېدو دي.
په چین کې هم له همدې تګلارې څخه کار اخیستل کېږي.

په چین کې د ۲۱ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې په هغو کې یواځې یو کس له بهر څخه په کرونا اخته وو.

دغو دوو هېوادونو په دې وروستیو دوو اونیو کې ډېر پرمختګ کړی خو په نورې نړئ په ځانګړي توګه په اروپا کې یې بیا پېښې په چټکئ سره په ډېرېدو دي.

په ایټالیا کې په یوه ورځ کط د کرونا ۳۰۰۰ پېښې وموندل شوې.

د نهې یا سې شنبې تر ورځې پکې له چین څخه وروسته تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوي.

له ایټالیا وروسته ایران دی چېرې چې په کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر زیات شوی.

د امریکا په ځینو ټولنو کې هم د چین په څېر د لاک ډون یا تړلو تګلاره عملي شوې کومه چې تر دې مخکې په چین، جنوبي کوریا او ایټالیا کې پلې شوې وه.

سپینې ماڼئ له خلکو غوښتي چې له لسو څخه د ډېرو کسانو له راټولېدو څخه دې ډډه وکړي.

د جنازې او قبرستان د ایجنسیو کارکونکو هغه مهال ماسکونه تړلي وو کله چې په کوېډ ۱۹ باندې د یو مړ شوي کس تابوت یې د مارچ په ۱۶ د ایټالیا په برګیمو ښار کې له ځان سره لېږدوه.

د امریکا په لویدیځ ښار سانفراسیسکو کې له اوه میلیونه کسانو څخه غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي او یواځې په ډېرو مهمو وختونو کې له کورونو څخه ووځي.

وینزویلا ویلي چې دوی به د کرونا وایرس د کنټرول او مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې قرنطین ولګوي او فلنیډ پلان لري چې خپل ښونځي او پوهنتونونه بند کړي.

ملګري ملتونه وايي، په نړئ کې تر ۵۰۰ میلیونو زیات زده کونکي دا مهال له ښونځیو څخه بهر دي.

د روغتیايي چارواکو لخوا له دې غوښتنې وروسته چې خلک دې له ګڼې ګوڼې څخه ځان وساتي حکومتونو بارونه، رسټورانټونه، سینما ګانې او سپورتي لوبې بندې کړې او ځنډولي دي.

هندوستان د نهې یا سې شنبې په ورځ تاج مهل ته د خلکو په رتګ راتګ باندې بندیز لګولی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د واټن ساتلو هرکلی کوي.

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس ویلي، دا ډېره مهمه خبره ده چې د هر مشکوک کس معاینه باید وشي.

هغه زیاتوي، کچېرې پکې کرونا مثبت شي نو باید له نورو خلکو جلا شي او د هغو کسانو معاینه هم وشي چې له ده سره یې په تېرو دوو ورځو کې اړیکې درلودې.

دا مهال په نړئ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۰۰۰۰ ته رسېدلی چې ۷۱۰۰ تنه یې مړه شوي دي.

په زیاتو خلکو کې د کرونا نښې نښانې کمزورې یا متوسطې وي او یواځې په هغو خلکو کې سختې یا شدیدې وي څوک چې له پخوا څخه نورې روغتیايي ستونزې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG