واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک د سود په شرح کې کمی راوستی خو پوهان وايي چې دا شرح کمه ده د کوم له کبله چې به اقتصادي هلې ځلې کومې ګټې ونه مومي ځکه چې د دوی په وينا د کورونا وايرس له امله د پاکستان معېشت ته زيان رسېدلی.
د عبدالولي خان پوهنتون د اقتصاد د څانګې مشر ډاکټر ظهورالحق وايي که پاکستان د سود شرح لس فيصده ته راکمه کړې وای نو ورته به يو نيم ارب روپۍ ګټه تر لاسه شوې وای.
د دوی په وينا په نړۍ کې معیشت ته د زيان وروسته دوی تمه لرله چې دا کچه به لس فيصده نه کښته راوستل کېږي ځکه چې دلته معيشت مخ په کښته روان دی.
د ياد وړ ده چې د پاکستان مرکزي بېنک هر دوه مياشتې پس د سود په کچه کې بدلون راولي. تېر کال د دسمبر په مياشت کې دا کچه ۱۳ اعشاريه ۲۵ فيصده په ځای ساتل شوې وه.
بل اړخ ته مرکزي بېنک دا هم ويلي وو چې د ګرانۍ شرح به د يوولس نه تر دولس فيصده پاتې کېږي.
د پاکستاني چارواکو په وينا چې په ملک کې د ګرانۍ قابو کولو لپاره د سود په شرح کې زياتوالی راوستل شوی وو خو څېړونکي وايي چې د دې له کبله اقتصادي هلې ځلې هم کمې شوې وې.
په پاکستان کې د کورونا وايرس ښکار مريضانو شمېر له دوه نيم سوو زيات شوی چې له کبله يې د ونډو بازارونه مخ په کښته روان دي.
د پېښور پوهنتون د معاشياتو د څانګې استاذ پروفېسر زلاکت خان وايي، چې د کورونا وايرس ښکار زياتره هېوادونو کې د سود شرح صفر ته راکوزه شوې ده خو پاکستان په دې کې ډېر لږ کمی راوستی دی.
د دوی په وينا چې په ګاونډي هېوادونو لکه بنګله دېش کې دا شرح پينځه فيصده ده نو ځکه حکومت بايد دا نوره کمه کړې وای.
په مجموعي توګه د سود په شرح کې ۷۵ پواينټونو د کمي سره سره مرکزي بېنک د کارخانو لپاره سل اربه روپۍ هم اعلان کړې دي چې تجارتي بېنکونه به یې په اووه فيصده سود باندې ورکوي.
د دوی په وينا چې د دې وروسته به په ګرانۍ کې کمی راشي او کاروباري هلې ځلې به هم وده وکړي، خو بل اړخ ته د څېړنو تر مخه د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان د ونډو بازار ۲۰۵۸ پواينټونه لاندې راغلی دی.