په خېبرپښتونخوا کې پرون د شورو، چهارشبنې په ورځ د کرونا وایرس درې پېښې مخې ته راغلې چې پکې يوه په مردان، بله په بونېر او درېمه په هنګو کې رپوټ شوې وه.
د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا د دغو درېو پېښو پخلی کړی خو وروسته به هغه دا پخلی هم کړی ؤ چې د مردان او هنګو سره تعلق لرونکي کسان مړه شوي دي.
د بونېر ضلعې مرستیال کمشنر محمد خالد وايي، په بونېر کې چې په کوم تن کې د کرونا وايرس مالوم شوي هغه د متحده عرب اماراتو نه په ۱۲م مارچ راغلی هغه دلته په ځايي ډاکټر خپل علاج کړی او بيا يې پېښور ته ټېسټونه لېږل شوي او دوه ورځې وړاندې په هغه د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه ۳۲ کلن تن د بونېرپه مرکزي روغتون کې په ځانله وارډ کې اچول شوی او پوره خیال یې ساتل کيږي.
هغه وویل دغه تن چې د کوم کلي (مټوانۍ) سره تعلق لري هلته یې د خلکو تګ راتګ ودرولی یواځې هغه خلک بهر پرېږدي چې د چا ډېر ضرورت وي.
د خالد په وېنا دغه تن چې کرونا وايرس وهلی هغه د کلي د خلکو سره ليده کاته کړي ځکه دوی د کلي خلکو ته ويلي چې په کورونو کې دننه پاتې شي، او د دغه تن کورونۍ ته يې هم ويلي چې د ۱۴ ورځو پورې په کور کې پاتې شي، او که په چا کې د کرونا وايرس کومې نخښې مالوميږي ځان دې روغتون رسوي.
نوموړي وويل په بونېر کې يې د ۴۰ کټونو وارډ ځانله کړی او خلک د کرونا وايرس په اړه د خبرو دپاره په جوماتونو کې اعلانونه کولی شي چې د کرونا وايرس له خطره احتیاط وکړي.