لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیويارک:د کرونا وايرس دمريضانو شمېر پينځه زره نه زيات شوی، ۲۹ کسان مړه


د امريکا په نيويارک ښار کې په کرونا وائروس داخته ناروغانو شمېر د پينځه زرو نه زيات شوی دی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د چارشنبې يا شورو په شپه د اووه نيم زره نه زياتو کسانو نمونې اخستل شوې وې چې پکې ۲۲۰۰ کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.

د زيارت د ورځې ماښام پورې د دې وايرس ښکار کسانو شمېر پينځه زره او دوه سوه ته رسېدلی دی او شاوخوا ۷۵۰ کسان په هسپتال کې داخل کړې شوې دي.

د دې ترڅنګ په نيويارک کې لږ تر لږه ۲۹ کسان د کورونا وايرس له امله مړه شوي دي.

په دې کسانو کې د ۱۰۳۰ کسان بروکلېن سيمه، ۹۸۰ کوينز، ۹۷۶ په منهېټن، ۴۳۶ برونز او ۱۶۵ کسانو تړاؤ د اي لېنډ سيمې سره دی.

په نيويارک کې درېم سياستدان کمبرلی جين پېر هم د دې وايرس ښکار شوی دی.

په نيويارک رياست کې چارواکي وايي چې د وايرس ښکار د نيمې نه زياتو کسانو عمرونه د ۵۰ کالو نه کم دي.

د نيويارک ښار مېر يا ښاروال په يو بيان کې ويلي، "که مونږ دا مرض ختمول غواړو نو مونږ ته به ګران بيعه ټېسټونه د هغه چا کول وي چې سخت ناروغه دي"

د چارشنبې په ورځ د ښار د صحت د څانګې له خوا جاري شوي معلوماتو کې ويل شوي وو چې د وايرس ښکار خلکو کې د شاوخوا نيمو کسانو عمر د ۱۸ او ۴۹ ترمنځه دی.

بل خوا د ناروغيو د مخنيوي مرکزي څانګې له خوا جاري شوي معلوماتو کې ويل شوي چې په هسپتال کې داخل شوي کسانو کې د ۴۰ فيصده کسانو عمرونه د ۲۰ او ۵۴ کالو ترمنځه دي.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د زيارت په ورځ امر جاري کړی چې ۷۵ فيصده د روزګارونو کارکوونکي بايد له کورونو کار وکړي. هغه ويلي، ‘دا ډېر خطرناک حالات دي خو وخت ستاسو سره دی، د خپلو کورنيو سره وخت تېر کړئ.‘

د دې ترڅنګ نوموړي اعلان کړی، هغه څوک چې د دې وايرس ښکار دي او د کورونو پېسې ورکوي، هغوي ته به د معاشي ستونزو د حل لپاره د درې مياشتو پېسې ورکول کېږي.

د نيويارک سره سره په نيوجرسي رياست کې هم په ۳۱۸ نورو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی او له دې وروستو دغلته د کورونا ښکار کسانو شمېر ۷۴۲ ته رسېدلی چې پکې تر دې دمه نهه کسان مړه شوي دي.

د نيوجرسي د چارواکو ترمخه د نايانو دکانونه، پارلرې او نور دکانونه به د ماښام اته بجو نه پس بند وي.

XS
SM
MD
LG