لاس رسیدونکی لینک

 
دایران نه ډيره اسماعیل خان ته د۴۴۲ نورو زائرینو قافله رسېدلې ده
تازه خبر

دایران نه ډيره اسماعیل خان ته د۴۴۲ نورو زائرینو قافله رسېدلې ده


چارواکي وایي دایران څخه دکوټې په لاره دخیبر پښتونخوا ډيره اسماعیل خان سیمې ته د ۴۴۲ زائرینو یوه قافله رسېدلې چې دغه ټول زائرین دطبي معائناتو دپاره په ګومل میډیکل کالج کې ځائ پرځائ کړل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو د وي او ای ډيوه خبریال ته ویلي چې د رارسیدلو زائرینو څخه دپاړه چنار سیمې سره تړاؤ لرونکې یوه زنانه(دشبیرحسین مور) مړه شوې هم ده خو ویل کیږي دغه میرمن دڅو کلونو راهسې دشوګر په رنځ اخته وه اؤ د زړه دحرکت بندیدو له امله مړه شوې ده.

ډيره اسماعیل خان ته چې د ایران څخه کو ۴۴۲ زائرین رسیدلي سیمه ییزه انتظامیه وایي چې وړومبی به دهغوئ ټول طبي معائنات کولی شي ترڅو معلومه شي چې د دوئ دکرونا وائروسو په ناورغۍ خو نه دي اخته اؤ تر هغې وروسته به کورونو ته پرېښودلی شي.

په دې زائرینو کې د ۲۰۱کسانو تړاؤ د ګلګت بلتستان اؤ د ۲۴۱تړاؤ دخیبر پښتونخوا دبیلابیلو سیمو سره ښودل شوی دی.

کرونا وائروس چې د چین د ووهان ښار څخه په ډيره چټکتیا د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو ته خواره شوي ،په ایران کې یې هم په زرګونو خلک اغیزمن کړي اؤ پاکستاني مطبوعات وایي چې دپاکستان څخه ایران تللي زیاتره زائرین هم په دغو وائروسو کې ککړ شوي دي.

پاکستان په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۴۵۸ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه په خیبر پښتونخوا صوبه کې دوه کسان په دې وائروسو مړه شوي دي.

پاکستاني مطبوعات وایي د زیارت په ورځ دسندهـ صوبې څخه ۳۸،پنجاب څخه ۴۵،بلوچستان څخه ۵۸،خیبر پښتونخوا څخه څلور اؤ ګلګت بلتستان څخه د کرونا ۸ پېښې مخې ته راغلي‌ دي.

تر دې دمه تر ټولو زیاتې د کرونا وائروسو پېښې سندهـ صوبه کې ثبت شوي چې شمیره یې ۲۴۵ؤ ته رسېدلې ده.

همدا شان پنجاب کې په دې وائروسو داخته کسانو شمیره ۸۰،خیبر پښتونخوا کې ۲۳،بلوچستان کې ۸۱،اسلام اباد کې اووه، ګلګت بلتستان کې ۲۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې یوه ښودل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG