لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو کسانو په زابل کې 24 افغان پولیس او پوځیان وژلي، طالبانو یې ذمه واري‌ منلې


واشنګټن ــــ د افغانستان د زابل ولایت مرکز ته نیژدې نن سهار وختي د نوي لمریز کال پر لومړۍ ورځ د وسلوالو طالبانو د نفوذي کسانو په برید کې 24 افغان پولیس او پوځیان وژل شوي دي. طالبانو یې ذمه واري‌ منلې ده.

دا برید تر هغه یوه ورځ‌ وروسته شوی چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي وو، چې د کرونا وایرس د وبا د مخنیوي په خاطر طالبان باید د جګړې درېدو ته ژمن پاته شي. دفاع وزارت نن طالبانو ته د دې برید د جواب ورکولو خبرداری ورکړی.

د زابل ولایت والي رحمت الله یارمل وایي، دغه پېښه د کندهار- کابل لويې لارې پر سر په سپینه غبرګه سیمه کې د پوځ په هغه مرکز کې شوې چې وایي له مرکز کلاته د شاوخوا 14 کیلومیټره په فاصله پروت دی.

والي یارمل وایي، په افغان پوځیانو او پولیسو کې د طالبانو شپږ تنو ننوتو کسانو پر خپلو ملګرو د جمعې په سهار وختي- چې هغوی لا ویده وو- برید کړی دی. وایي په وژل شویو کې څورلس پوځیان او لس پولیس شامل دي.

د زابل د ولايتي شورا مشر عطاجان حق بيان بیا وایي، لومړی وسلوالو د پولیسو او پوځ پر دې ګډ مرکز برید وکړ او بيا وروسته د دوی نفوذي کسان هم ورسره مله شول او خپل ملګري یې و وژل.

عطاجان حق بیان وایي څلور افغان پوځیان تر پېښې وروسته ورک دي. حق بیان وایي برید کوونکي اته تنه وو او له طالبانو سره یې اړیکې لرلې.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ وايي طالبان او د دوی بریدګر ملګري تر پېښې وروسته د پوځ په دوو رېنجر او یوه پیک اپ موټر کې تښتېدلي او د افغان پوځ له مرکزه یې له یوه ځانه سره یوه اندازه وسله او نور مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

د وي او اې اشنا د خبر له مخې طالبانو د دې برید ذمه واري پر غاړه اخیستې او په برید کې یې د 25 افغان سرتېرو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

افغان حکومت په زابل کې نننی برید په کلکه غندلی دی. د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي "د طالبانو دغه ناروا عمل تشدد ته د دوی له خوا د دوام ورکولو او د افغان سولې د بهیر خلاف ښکاره مثال دی".

د امریکې او طالبانو تر منځ‌ د فرورۍ پر 29مه دا په افغانستان کې د طالبانو له خوا تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG