لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین او اټلي‌ نه وروسته امریکا د کرونا د لاسه زیاته اغیزمنده شوې ده


که څه هم د چین ووهان ښار کې پیدا شوی کرونا وایرس باندې په چین کې دننه قابو موندلې شوې دی او د نوي‌ مریضانو په شمیرو کې کمولی راغلی دی خو په نوره نړۍ کې د کرونا وایرس مریضان ورځ تر ورځه زیاتیږي.

دا وخت د نړۍ اکثره غټ غټ ښارونو تړلې شوي‌ دي او یا چارواکي‌ په کرونا وایرس قابو موندلو په غرض د تړلو اراده لري.

د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي دا وخت ټوله نړۍ کې 311,988 نه زیات کسان د کرونا وایرس وهلي‌ دي او د مړو شمیره 13,407 ته رسیدلي ده.

د دغه شمیرو ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شوو کسانو شمیره 93,790 ده.

دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي‌ کې شوي‌ دي. پدغه هیواد کې د مړو شمیره 4,825 ته رسیدلي‌ چې‌ یواځې د خالي یا شنبې په ورځ 793 کسان مړه شوي‌ وو. پدغه هیواد کې په تګ راتګ باندې بندیزونه نور هم سخت کړل شو‌ي‌ دي‌ او زیاتره کاروبارونه بند کړل شو‌ي دي. ‌

د چین او اټلي‌ وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه زیات اغیزمند شوې دی. دا وخت امریکا کې26,747 کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې او د مړو شمیره 340 نه اوښتي‌ ده.

د امریکا کېلیفورنیا او نیویارک نه وروسته نیوی جرسي ریاست کې هم خلکو ته په کورنو کې دننه د پاتې کیدلو حکم شوې دی. دا وخت په څلورو کې یو امریکایې یعنې د هیواد دابادی څلورمه برخه په کور کې دننه پاتې کیدو مجبوره شوې‌ ده.

په امریکا کې بیړني‌ حالات اعلان کړل شوې‌ او حکومت کمپنیانو ته په لوۍ‌ مقدار د ماسکونو او نور د صحت سامان د جوړلو لپاره ارډر ورکړی دی. د امریکا مرستېال صدر مایک پېنس په دفتر کې یو تن کې د کرونا وایرس پخلې شوی وو چې له دهغې وروسته مرستېال صدر مایک پېنس او دهغه میرمن کرونا وایرس ټیسټونه کړي‌ وو، خو هغوي ټیسټونه منفي ګرځول شوي دي.

امریکا حکومت خپل وګړي د نړیوال سفر نه کولو وړاندیز کړی دی. .

اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي‌ دي، سپین کې 28,572 نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او 1,720 کسان مړه شوي‌ دي. جرمني‌ کې 23,129 نه زیات کسان ناروغه او 93 کسان مړه شوي دي. فرانس کې د کرونا د لاسه ناروغانو شمیر 14,485 او مړو شمیره 562 نه اوښتې‌ دی. .

ایران کې د شلو زرو ته ریات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي‌ او 1,556 کسان د دغه وایرس دلاسه خپل ژوند بایللی دی.

د اتوار په ورځ د ایران روهاني‌ مشر ایت الله خامنه په ټیلی ویژن باندې خپل وینا کې د امریکا امداد اخیستلو نه انکار اوکړ او تور یې لګولې چې کرونا وایرس امریکا پیدا کړی.

د ایران او امریکا ترمنځ د تاو تریخوالي‌ باوجود واشڼګټن ایران د انساني‌ همدردې په توګه د کمک وړاندیز کړی وو.

د رایټرز خبري‌ ایجنسۍ ترمخه په فلسطین کې په اول ځل دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی. د رپورټ ترمخه دغه کسان د مصر په لار د پاکستان نه ورغلي‌ دي. د صحت چارواکي‌ وايي‌ یاد کسان کوارنټین یا ګوښه کړلې شو‌ي‌ دي

د اسټریلیا کې د کرونا وایرس مریضانو شمیر ۱۳۱۵ ته رسیدلي‌ او حکومت د هیواد دوه لوې ښارونه سډني او ملبورن کې په غیر ضروري‌ سفر باندې راتلونکې ۴۸ ‌ ګهنټوو کې د بندیز اراده لري

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG