لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته رسېدلی


د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو کابل ته رسېدلی دی، دغه خبر د فرانس خبري ادارې ورکړی او ويلي يې دي چې نوموړی به د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره وويني او د هغو ترمنځ په اختلافاتو به ورسره خبرې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو له اعلانېدو وروسته ولسمشر اشرف غني په رسمي توګه د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړی او بيا عبداالله عبدالله هم په خبله د ولسمشرۍ لوړه وکړه او دعوه یې وکړه چې د همه شموله حکومت ولسمشر دی.

د راپورونو ترمخه ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره جلاجلا لیدنې وکړې.

د نړیوالو چارو افغان سیاسي څیړونکي وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر به په دې سفر کې هڅه وکړې چې د انتخاباتو له امله په افغانستان کې رامنځته شوی سیاسي کړکېچ ته د حل لار پیېدا کړي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو به هم له افغان مشرانو سره لیده کاته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د ګل، دوشنبې په ورځ په داسې حال کابل ته راغلی چې پرون د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په موجودګۍ کې د ویډیو کفنرانس د لارې په لومړي ځل خبرې شوي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ویډیو کنفرانس د لارې د خبرو اترو دا زمینه چې د امریکا لخوا پرون د اتوار، یکشنبې په ورځ برابره شوې وه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي د دواړو خواو ترمنځ په دایمي اوربند، د تاو تریخوالي د کمېدو او د بندیانو په ازادولو بحث او خبرې وکړې.

خو طالبانو ویلي کومې خبرې چې د افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانو ترمنځ شوي یواځې د بندیانو په ازادولو یې بحثونه کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري په ۲۹ نېته د سولې موافقه لاس لیک شوې ده خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر اوسه د سولې په تړاو په لومړي ځل د خبرو کولو نه بغیر د سولې کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG