واشنګټن ـــــ د وبایي ناروغیو په برخه کې د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ځانګړي ماهر ډاکټر انتوني فاوچي ویلي، د کرونا وایرس په اړه چې رسنیو ته په سپینه ماڼۍ کې کوم معلومات ورکول کېږي د ولسمشر ټرمپ ځینې څرګندونې د حقایقو په برخه کې خلکو ته ناسمه پوهه ورکولای شي.
ډاکټر انتوني فاوچي د امریکې د الرجي او وبایي ناروغیو د مرکزي ادارې مشر دی او په وروستیو کې د کرونا وایرس په اړه له ولسمشر ټرمپ سره د هرې ورځې په خبري غونډه کې د ګډون له کبله ډېر پېژندل کېږي.
ډاکټر فاوچي له ساینس مجلې سره په مرکه کې ویلي، هغه له ولسمشر ټرمپ سره په مهمو مسایلو کې مخالف نه دی خو وایي خپل بېل نظر ورته وړاندې کوي او هغه ورته غوږ نیسي:
"هغه [ټرمپ] پر خپله لاره ځي، د هغه خپل ځانګړی انداز دی، خو په مهمو مسایلو کې چې زه څه وایم نو خبره مې اوري".
ډاکټر فوچي تور لګولی چې ولسمشر ټرمپ د خبري غونډو په مهال غلط بیاني کوي او داسې څه وایي چې حقیقت نه لري، خو وایي دی یې په ښکاره هلته د ردولو لپاره څه نه شي کولای.
ښاغلی فاوچي وایي څو ورځې وړاندې چې ولسمشر ټرمپ د خبري غونډې په مهال خلکو ته وویل، چې کرونا وایرس درې څلور میاشتې مخکې په چین کې پیدا شو خو چین هغه وخت دا خبره ښکاره نه کړه، وایي ده خلکو ته وویل چې دا سمه خبره نه ده ځکه چې درې څلور میاشتې مخکې خو خبره ستمبر ته رسېږي مګر دا وایرس خو په دسمبر کې پیدا شوی.
د ولسمشر ټرمپ د وبایي ناروغیو ماهر ډاکټر انتوني وایي، وروسته ولسمشر ټرمپ له ده سره کښېناست او ورته ویې ویل څه چې دی ورته وایي په خبري غونډه کې به هماغه خبرې کوي:
"زه خو مخې ته ټوپ نه شم ور وهلای چې مایک د هغه له مخې لرې کړم، ما ورته "ښاغلی ولسمشره هسې درته وایم چې په دې اړه ډېر خیال کوه او داسې مه وایه. ده وویل سمه ده کوشش به وکړو چې بل وخت دا خبره اصلاح کړو".
ډاکټر فاوچي وایي تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ په خبري غونډه کې په په درواغو دعوه کړې وه چې د خوراک او دارو درملو څانګې د کرونا وایرس ناروغانو ته د ملېریا ضد درملو د ورکولو منظوري ورکړې وه.
د وبایي ناروغیو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ دغه مهم سلاکار پخپله مرکه کې ویلي، چې هغه به هیڅکله کرونا وایرس ته چینایي وایرس ونه وایي، خو ولسمشر ټرمپ پخپلو وروستیو غونډو او ټویټونو کې پرله پسې دې وایرس ته د چین وایرس وایي چې له کبله یې چینایي چارواکو ورباندې سختې نیوکې کړې او وایي چې ولسمشر ټرمپ په دې کار سره غواړي چین په نړۍ کې بدنام کړي.
ساینس مجلې له ښاغلي انتوني فاوچي پوښتلي، چې په روز ګارډن [د ګلابونو باغ] کې ته ولسمشر ټرمپ سره نیژدې ولاړ وې او هغه له خلکو سره په لاس روغبړ کاوه نو تا د یو ډاکټر په توګه ولې ورته ونه ویل چې دا کار مه کوه. ډاکټر فاوچي یې په جواب کې ویلي:
"هو، زه ټاسک فورس ته دا وایم، خپلې ټولې کاري ډلې یا سټاف ته وایم، موږ باید داسې ونه کړو، نه یواځې دا بلکې په خبري غونډه کې هم باید له یو بله لږ فاصله وساتو، مرستیال ولسمشر مایک پینس په دې کې تکړه دی هغه زموږ په غونډو کې هم تر لس کسانو زیات نه پرېږدي".
د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه د ولسمشر ټرمپ د ځانګړې ډلې غړی ډاکټر انتوني فاوچي وایي، د دې اندازه لګول اوس ګران کار دی چې امریکې ولې د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره لازمه تیاري نه لرله، خو وایي د اوس لپاره خلک باید د دې د مخنیوي لپاره کوټلي احتیاطي ګامونه واخلي.